کډوال د خپلو غوښتنو د ثبتولو لپاره باید د اوفي شمېرې ته تېلېفون وکړي. کرېډېت: کډوال نیوز
کډوال د خپلو غوښتنو د ثبتولو لپاره باید د اوفي شمېرې ته تېلېفون وکړي. کرېډېت: کډوال نیوز

په پاریس او ایل دو فرانس کې کډوال د خپلې غوښتنې د ثبتولو لپاره باید د اوفي وړیا شمېرې (۰۱۴۲۵۰۰۹۰۰) ته تېلېفون وکړي. خو د ډسمبر له ۵مې راهیسې فرانسه کې د اعتصاباتو له امله د اوفي په تېلېفوني پلتفورم کې ګډوډي رامنځته شوې ده. په همدې حال کې د فرانسې د کډوالۍ او ادغام اداره یا اوفي وایي چې د مرکې وخت اخیستلو امکان لږ شوی دی.

فرانسه کې د روانو اعتصاباتو له کبله د فرانسې د کډوالۍ او ادغام ادارې په تېلېفوني پلتفورم کې ګډوډي رامنځته شوې ده. د ډسمبر له ۵مې راهیسې فرانسه کې اعتصابونه روان دي.

اوفي ادارې د ډسمبر پر ۱۱ او ۱۲ خپله ټویټر پاڼه کې ولیکل چې د اعتصابونو له کبله د پناه غوښتنې مرکو شمېر کې کموالی راغلی دی.  

د ډسمبر پر ۱۱مه ۲۳۱ زنګونو ته ځواب ورکړل شو او ۱۴۰ کسانو ته د مرکې وخت برابر شو. خو د ډسمبر پر ۱۲مه یوازې ۱۶۰ زنګونو ته ځواب ورکړل شو او ۱۴۶ کسانو ته د مرکې وخت ورکړل شو. دا په داسې حال کې چې د ډسمبر پر ۲مه ۳۳۷ زنګونو ته ځواب ورکړل شوی و او ۲۷۰ کسانو ته د مرکې وخت برابر شوی و.

د اوفي مشر دیدیې لشي کډوال نیوز ته وایي چې تر دې دمه نه پوهېږي چې څه به پېښ شي. نوموړي زیاتوي: «هره ورځ یو نوی بدلون راځي. دا د اعتصاب کوونکو له شمېر سره تړاو لري.»

تر دې مخکې ګڼو پناه غوښتونکو شکایتونه کړي وو چې یاد پلتفورم په ښه توګه کار نه کوي. د اوفي پلتفورم په ۲۰۱۸ کې فعال شوی او د جوړېدو موخه یې دا وه چې د پناه غوښتونکو د هرکلي پلتفورمونو یا پادا مخ ته د کډوالو د اوږدو لیکو د جوړېدو مخنیوی وکړي.

محکمې د پناه غوښتونکو او سازمانونو په ګټه فیصله وکړه

د روان کال له فبرورۍ میاشتې راهیسې ۱۰ سازمانونو او ۱۰ پناه غوښتونکو د پاریس اداري محکمې ته له یاد پلتفورم څخه شکایت وکړ. محکمې د اوفي مشر ته امر وکړ چې په تېلېفوني پلتفورم کې باید دوه نوي کارکوونکي وګوماري.

دغه راز  د نومبر پر ۱۹مه نږدې ۲۰ کډوالو او ۱۳ سازمانونو یو ځل بیا محکمې ته شکایت وکړ. محکمې د نومبر پر ۲۵مه د پولیسو له قومندانۍ څخه وغوښتل چې د دغې ادارې د پناه غوښتنې د ثبت په ۱۲ غرفو (Guda) کې د پناه غوښتونکو شمېر له ۸۱ څخه ۱۰۰ ته پورته کړي. دغه راز پاریس اداري محکمې د پرېکړې پر بنسټ د فرانسې د کډوالۍ او ادغام اداره یا اوفي باید د برېښنایي اړیکو ادارې یا د ټېلې کمیونېکېشن ژاندارم (Arcep) سره د هغې شمېرې د وړیاتوب په اړه بحث وکړي چې پناه غوښتونکو ته ځانګړې شوې ده.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: د پاریس اداري محکمه: د فرانسې دولت دې د پناه غوښتونکو حقونه ته پام وکړي

د اروپایي قوانینو له مخې د پناه غوښتنه باید په درېو ورځو کې ثبت شي.

 

نورې ليکنې