عمران احمد خان د محافظه کار ګوند مشر بوريس جانسن سره. کرېډېټ: د عمران احمد خان ټويټر پاڼه
عمران احمد خان د محافظه کار ګوند مشر بوريس جانسن سره. کرېډېټ: د عمران احمد خان ټويټر پاڼه

پاکستاني نژاد عمران احمد خان د جماعت احمديه سره تعلق لرونکی د بريتانيا پارلمان اولنی غړی ټاکل شوی دی.

د بريتانيا په وروستيو عمومي ټاکنو کې عمران احمد خان په ويکفيلډ ښار کې د محافظه کار ګوند له طرفه په ټاکنو کې بريالی شو. هغه د کارګر ګوند ميرې کرېغ ته ماته ورکړه څوک چې له تېرو څوارلسو کلونو راهیسې د بريتانيا په پارلمان کې د ويکفيلډ ښار استازې وه. عمران احمد خان ۲۱،۲۸۳ ولې ميرې کرېغ ۳،۳۵۸ رايې ترلاسه کړې دي.

د عمران احمد خان پلار يو ډرمیټولوژیسټ (د پوټکي ډاکټر) و د چا تعلق چې د پاکستان سره و ولې د هغه مور د تعلق ويکفيلډ ښار سره دی. پاکستان کې د احمديه جماعت سره تعلق لرونکو د عمران احمد خان په بريا باندې د بې کچه خوشالۍ اظهار کړی دی.

د بريتانيا په وروستيو عمومي ټاکنو کې د عمران احمد خان په شمول پنځلس پاکستاني نژاد سياستوال د پارلمان غړي ټاکل شوي دي. په دوی کې د محافظه کار ګوند عمران احمد خان، اغلې نصرت غني، ساجد جاويد، رحمان چشتي،  ثاقب بهټي او د کارګر پارټۍ ناز شاه، خالد محمود، ياسمين قريشي، افضل خان، طاهر علي، ايم۔ ياسيم، عمران حسېن، زاره سلطانه، شبانه محمود او روزينه علي شامل دي.

 د هرکلي پېغامونو سره پاکستان کې په ټولنيزو رسنيو خپور شوی تصوير

د پاکستاني نژاد سياستوالو په ګټه د پاکستان خلکو د ټولنيزو رسنيو له لارې د دوی د بريا هرکلی کړی دی. د پاکستان فيدرالي وزير فواد چوهدري په خپل يو ټویټر پيغام کې ليکلي: «د بريتانيا په ټاکنو کې پاکستاني نژاد غړو ته د بريا مبارکي وايم؛ تاسو دا مقام د خپل محنت او صلاحيتونو له لارې ترلاسه کړی.»       

 

نورې ليکنې