افغان ماشومان په یونان کې د انګرېزي ژبې کورس ته ځي. کرېډېټ: یونسکو
افغان ماشومان په یونان کې د انګرېزي ژبې کورس ته ځي. کرېډېټ: یونسکو

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیسارۍ وایي چې د یونان په ټاپوګانو کې د ۱۲۰۰۰ ماشومو کډوالو له ډلې څخه یوازې ۱ سلنه یې ښوونځي ته ځي.

 د یونان په پنځو ټاپوګانو کې نږدې ۳۷۰۰۰ کډوال او پناه غوښتونکي په خورا سختو شرایطو کې ژوند کوي چې په ډله کې یې ۱۲۰۰۰ ماشومان هم دي. خو د یادو ماشومانو له ډلې څخه یوازې ۱ سلنه یې ښوونځي ته تللی شي.

د ملگرو ملتونو د کډوالو ادارې ویاند بوریس چېشیرکوف کډوال نیوز ته وایي: «کډوال زیان منونکي دي. دغه کسان معمولاً له داسې هیوادونو څخه تښتېدلي دي چېرې چې جګړې روانې دي. دوی په ډېرو غمجنو شرایطو کې اوسېدلي دي. کله چې یونان ته رسېږي وضعیت بیخي نامناسب دی. ماشومان ښوونځیو ته د ورتګ پر ځای په سختو شرایطو کې شپه او ورځ تېروي.»

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: رپوټ: د یونان د واتي ښار اوسېدونکي د کډوالو په هکله څه نظر لري؟

نوموړي زیاتوي چې، د بېلګې په توګه، د یوې سوریایۍ کورنۍ درې ماشومان، چې له څلورو میاشتو راهیسې لېسبوس کې اوسېږي، تر دې دمه ښوونځي ته نه دي تللی. دوی په خپلو هیوادونو کې تر قانوني سن کم عمرونه درلودل خو کله چې یونان ته ورسېدل عمرونه یې ښوونځي ته برابر شوي وو.

د ځایي چارواکو او د یونان حکومت ترمنځ ښوونځيو ته د ماشومانو د انتقالولو په هکله د همغږۍ نشتوالی د دې وضعیت لوی لامل دی. بل لامل هم دا دی چې حکومت عمومي ښوونځیو ته ښوونکي نه لېږي.

که څه هم د بوریس چېشیرکوف په خبره یاد «هاټ سپاټونه» په لومړي سر کې د یوې لنډې مودې لپاره جوړ شوي وو، خو نن سبا د کډوالو د زیات شمېر له کبله پناه غوښتونکي هلته په میاشتو میاشتو بند پاتې کېږي او ماشومان یې ښوونځي ته نه شي تللی.

دا په داسې حال کې ده چې تېر مارچ د ساموس سلګونو اوسېدونکو عمومي ښوونځیو کې د ماشومو کډوالو د شتون په اړه احتجاجونه وکړل.

د یادونې وړ ده چې ټاپوګانو کې د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره او ځینې نور سازمانونه ماشومو کډوالو ته د ژبې کورسونه او یا ځینې نور فعالیتونه لکه د موسیقۍ او ریاضي کورسونه جوړوي.

د روان میلادي کال په ترڅ کې یونان کې یو ځل بیا د هغو کډوالو په شمېر کې زیاتوالی راغلی چې غواړي لوېدیځي اروپایي هیوادونو ته ځانونه ورسوي.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: فرانسې له یونانه د ۴۰۰ کډوالو منلو ته چمتووالی ښودلی

تر دې دمخه ګڼو سازمانونو کمپونو کې د کډوالو د خراب وضعیت په اړه خبرداری ورکړی.

د بې سرحده ډاکټرانو سازمان په یوه پرانیستي لیک کې کمپونو کې د ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ بللی. یاد سازمان د نومبر په پای کې له اروپایي هیوادونو څخه غوښتنه وکړه چې د کډوالو د «رنځونو» د ختمولو لپاره جدي اقدامات وکړي.

 

نورې ليکنې