د فرانسې د ساحلي سرتېرو کښتۍ. کرېډېټ: د مانش او شمالي سمندر قومندانۍ
د فرانسې د ساحلي سرتېرو کښتۍ. کرېډېټ: د مانش او شمالي سمندر قومندانۍ

برتانوي چارواکو ویلي چې د سه شنبې په ورځ یې د دغه هیواد دوور ساحل ته نږدې د لسو ماشومانو په ګډون تر ۶۰ ډېر کډوال نیولي دي کوم چې په ۵ کوچنیو بېړیو کې سپاره ول. بل لور ته فرانسوي چارواکي وایي چې د دوشنبې په شپه یې ۱۰ کدوال د کالې په اوبو کې ژغورلي دي.

برتانوي چارواکو ویلي چې د ورځې په ۱۲ و نیمو بجو کنت ساحل ته نږدې د مهاجرو یوه بېړۍ نیولې کوم چې ۸ ایرانیانو پکې سپاره وو.

د ورځې په ۳ و نیمو بجو د کډوالو یوه بله بېړۍ ونیول شوه چې د دوو ښځو او دوو ماشومانو په ګډون ۱۸ کسان پکې سپاره ول.

دغه راز ساحلي سرتېرو د ورځې په ۵ بجو په یوه بله بېړۍ کې سپاره ۹ ایرانیان نیولي چې په ډله کې یې دوه ماشومان هم ول.

چارواکو زیاته کړې چې د ۴ او ۵ عملیاتو په ترڅ کې د ۶ ښځو او ۶ کم سنه مهاجرو په ګډون ۳۴ کسان نیول شوي کوم چې وایي د عراق، ایران او ازبېکستان څخه دي.

د برتانوي پولیسو په حواله په تېرو څو وختونو کې د هغو کډوالو په شمېر کې زیاتوالی راغلی کوم چې په کوچنیو بېړیو کې له مانش کانال د تېرېدو هڅه کوي.

دا په داسې حال کې چې د ډسمبر پر ۴مه د ماشومانو په ګډون ۷۹ کډوال په مانش سمندر کې نیولي شوي وو. 

د برتانیا د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې وایي: «هغه کسان چې هڅه کوي په کوچنیو بېړیو کې له مانش کانال څخه تېر شي خپل ژوند په خطر کې اچوي.»

خبرپاڼه کې زیاته شوې چې قاچاق وړونکي د کډوالو د ژوند غم نه خوري.

یادې ادارې دا هم ویلي چې سواحلو کې د امنیتي تدابیرو د ټینګولو په خاطر له فرانسوي چارواکو سره په ګډه کار کوي.

لس کډوال د فرانسې په ساحلي اوبو کې ژغورل شوي

بل پلو فرانسوي چارواکو ویلي چې د دوشنبې په شپه یې ۱۰ کډوال د کالې په اوبو کې ژغورلي دي.

د مانش او د شمالي سمندر قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د شپې په ۱ بجه یې د یوې داسې بېړۍ په اړه اطلاع ترلاسه کړې چې د ۴ کم سنه کسانو په ګډون ۱۰ کډوال پکې سپاره ول او د بلان – نې دماغې څخه یې نږدې ۳ اعشاریه ۲ کیلومتره فاصله درلودله.

خبرپاڼه کې زیاته شوې چې کډوالو پخپله د فرانسې د بېړنیو چارو ادارې سره تماس نیولی و.

یادې قومندانۍ د ژغورل شویو کډوالو روغتیایي وضعیت ښه بللی او زیاته یې کړې چې هغوی یې د فرانسې په بولونی – سور – مېر سیمه کې سرحدي پولیسو ته سپارلي دي.

د فرانسې د مانش او شمالي سمندر په حواله د روان کال له پیل راهیسې مانش کانال کې د ژغورنې ۲۵۴ عملیاتونه ترسره شوي چې په ترڅ کې یې ۲۵۲۱ کډوال له سمندره ژغورل شوي دي.

 

نورې ليکنې