د اتريش د اساسي قانون د مهاجرو حقونه قوي کړي دي
د اتريش د اساسي قانون د مهاجرو حقونه قوي کړي دي

د اُتريش د تر ټولو عالي محکمې د فيصلې له مخي د هغو بهرنيانو سره مرستي به نوري نه کمول کيږي چي د آلماني ژبي په زدکړه کي پاته راغلي وي.

د اُتريش هيواد د اساسي قانون محکمې د مهاجرو سره د دولتي مالي مرستو په تړاو يوه فيصله کړې ده. دغې محکمې چي د دغه هيواد تر ټولو عالي محکمه ده په خپله پرېکړه کي ويلي دي چي دولت د هغو بهرنيانو سره مرستي د کمولو اجازه نه لري چي د آلماني ژبي په زده کولو کي پاته راغلي وي.

په دې توګه نو دغې عالي محکمې د اُتريش د ښې اړخي حکومت له خوا رامنځ ته سوې سختي لغوه کړېده. حکومت غوښتل چي په خپل نوو اصولو سره اُتريش د نوو کډوالو له پاره غير جذاب کړي. په دې ترڅ کي حکومت په اُتريش کي د کډوالو له پاره د بشپړه مرستو لاسته راوړنه د آلماني ژبي د زدکړي سره مشروطه کړې وه.

خو محکمې په خپله فيصله کي ويلي دي چي د آلماني ژبي د زدکړي سره د مرستو مشروط کول د هغو کسانو سره د تبعيض لامل کيدلای سي چي يا خو د کوم عذر له کبله ژبه نه سي زده کولای او يا د داسي کار په موندلو کي بريالي کيږي چي ورته د ژبي زدکړه اړينه نه وي.

دغې محکمې په خپله فيصله کي د کورنيو سره په هغه صورت کي د مرستو کمېدنه هم لغوه کړې چي نوي ماشومان پکښي زيږي. پر دغه قاعدې هم سختي نيوکي کېدلې او په زياته پر هغو کورنيو يې سخت اغېز درلود چي د عامو اتريشۍ کورنيو په پرتله زيات ماشومان لرونکي ول. د محکمې په فيصله کي راغلي چي
»دغه قاعده په زياته د هغو کورنيو په تاوان وه چي څو ماشومان لرونکي دي. دا مشروع او عادلانه قاعده نه وه او له دې کبله د اساسي قانون سره په ټکر کي وه.«
 

له دې څخه يوه اونۍ تر مخه په يوه بله فيصله کي هغه حکومتي قاعده له لغوه کړل سوې وه چي په انټرنټ کي د پوليسو له خوا د څارنې په تړاو وه. د اُتريش هيواد حکومت د می په مياشت کي د ښې اړخي حکومتي ائتلافي ګوند د مشر او د مرستيال صدراعظم هاينڅ کريستيان پر ضد د اداري فساد د تورونو له کبله مات سوی ؤ. دمګړی د محافظه پال ګوند سياستوال زيباستيان کورڅ د زرغون ګوند سره د ممکنه ائتلافي حکومت پر سر خبري اتري کوي.

آژانسونه

 

نورې ليکنې