د مانش کانال او د شمالي سمندر قومندانۍ له پاڼې څخه. کرېډېټ: premarmanche@
د مانش کانال او د شمالي سمندر قومندانۍ له پاڼې څخه. کرېډېټ: premarmanche@

د بولوین- سر-میر محکمې دوه تنه د انساني قاچاقو په تړاو د چهار شنبې په ورځ(دسامبر ۱۸مه) د ۳ او ۶ کلو بند محکوم کړل. قاچاق کونکي یوې افغان او بل یی هالندي دي. د میترا مهراد ۳۱ کلن ایرانې ښځي د مانش کانال د تېریدو پر مهال ډوبه شوې او وروسته مړي وموندل شو. دا لومړۍ ځل ده چي یوه کډوال د مانش کانال به اوبو کې مړه کیږي.

د فرانسوي چارواکو په وینا ۳۱ کلن میترا مهراد لومړنې کډواله ده چي د مانش کانال د تېریدول پر مهال ډوب شوی وه. قاچاق کونکي د کډوالو د ناقانونه تېریدو او په کانال کي د ۳۱ کلن ایراني کډواله میترا مهراد د مړني په تور محاکمه شو. دوي د اګست ۹مه په یوه کښتې کې ۱۹ایرانی او عراقي کډوال چي ۷ تنه یی کم عمره کډوال وه د ماناش له کانال څخه په ناقانونه ډوله تنظیم کړي وو. دوه کډوال د میترا سره په اوبو کي غورځیدلي وه خو میترا لا دمخه ډوبه وه او دوه نورې د بریتانیا د ساحلي څواکونو لخوا په کنت کي وژغورل شو. د بریتانیا او بلجیم څیړونکو تایید کړي چي په د بریتانیا سویل ختیځ کی د رامسګیت په اوبو کي د هغه جسد وموندلي.

د اکتوبر ۷مه دوه قاچاق کونکي د لویی لارې د تیرېدو پرمهال د فرانسوي پولیسو لخوا نیول شوي وو. دوي د دیژون ښار څخه راتلل، چیرته چي یوه نوي کښتۍ اخیستي وه. فرانسوي پلټونکې وایی تورن کسان  ۸ کښتېو د ۸۴ کډوال له مانش کانال څخه تېرولو لپاره اخستلي وو.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: دوه قاچاق کونکي د یوه ښځې د مړیني په اړوند محاکمه شول

بولان - سر - میر (پا دو کالې) د عالي محکمې په چوکاټ کې ، افغان د تیریدو په تنظیم کې دخیل نه مني ، خو دا یې منلې چې د هغه د تمویل لپاره «په موټر کې کښتۍ بار کړي».

هالندي د قاچاق لپاره کښتيو لیږدولو تور منل دي. او د دوه کسانو د کښتیو بیرودلو او ساحل ته رواړو لپاره استخدام هم مني.

څآرنوال تنګار کوي چي د خلکو د ستونزي څخه ګټ اخیستل او هغوي د خطر سره مخامخ کولو جرم دي. داسي اټکل کیږي چي د ۲۰ کډوالو د کانال څخه تېریدو لپاره دوي ۵۹ زره یورو اخیستي وي.

همداراز محکمې د دوو تنو لپاره د فرانسې خاوري ته ننوتل  دایمي بندیز لکولي دي.

 


 

نورې ليکنې