آرشيف انځور
آرشيف انځور

د مهاجرو او بېرته ستنېدونکو له پاره د افغانستان د اړونده وزارت په کلني راپور کي په ۲۰۱۹ کال د ۶۰۰ زرو کورنيو مهاجرينو خبره سوې ده.

د مهاجرو او بېرته ستنېدونکو د چارو له پاره افغان وزير سيد حسين عالمي بلخي د چهار شنبې په ورځ د خپل وزارت يو راپور معرفي کړ. په دغه راپور کي راغلي چي جګړه، طبيعي حوادث او بې روزګاري د دې لامل سوې چي په ۲۰۱۹ کال تر ۶۰۰ زرو څخه زيات افغانان مجبوره سوي چي خپل کورونه او سيمي پرېږدي او په هيواد کي دننه نورو سيمو ته هجرت وکړي.

 بلخي د کډوالو د نړیوالي ورځي په ترڅ کي د خپل وزارت له خوا چمتو سوي ياد معلومات په کابل کي وړاندي کړل. هغه وويل:
»د مهاجرينو او بېرته ستنېدونکو وزارت په دې توانېدلی چي د غيردولتي سازمانونو او د بين لمللي همکارۍ په ترڅ کي ۲۱۸ زرو افغان مهاجرو ته و خپلې اصلي سيمي ته د بېرته تللو امکانات برابر کړي.«

د افغان وزير په وينا په دغه ژمي کي په افغانستان کي د ۹۵ زرو په شاوخوا کي کورنۍ بې ځايه دي او و مرستو ته اړتيا لري.

د وزير په وينا وزارت د بوديجې د کمبود له کبله د بې ځايه سوو انسانانو سره د بنيادي مرستو په کولو کي د ستونزو سره مخامخ دی. د هغه په وينا وزارت يې دمګړی د ۲۸ زرو بې ځايه سوو او اړو کورنيو سره د مرستي توان نه لري.

بخلي وويل چي په تيرو پنځو کالونو کي د نيم مليون په شمېر افغان پناه غوښتونکي بېرته افغانستان ته راستانه سوي دي. د هغه په وينا د بېرته راستنېدونکو څخه اکثريت يې د پاکستان او ايران څخه بېرته خپل هيواد افغانستان ته راغلي دي.

د ياد وزارت د شمېرو له مخي دمګړی د پنځو او شپږو مليونو په شاوخوا کي افغانان د خپل هيواد څخه دباندي په نورو هيوادونو کي د مهاجرت شپې او ورځي تېروي.

د اجتماعي چارو فعالې زهرا سادات د آلمان ږغ ته وويل چي په افغانستان کي زيات بې ځايه سوي کسان نه يوازي د جګړې له کبله د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ کړي دي، بلکه هغوی چي په خپلو سيمو کی روزګار نه لري، يا د افغانستان لويو ښارونو ته او يا هم خارج ته کډوال کيږي.

منبع: دويچه وېله دري

 

نورې ليکنې