آرشيف انځور
آرشيف انځور

د اسناد نه لرونکي مهاجر په توګه ژوند ډېر سخت وي. خو که داسي يو کس ناروغ سي نو حتی د ژوند د ګواښ سره مخامخ کيدلای سي. په داسي حالت کي په ايتاليا کي چيري مرسته ترلاسه کيدلای سي؟

ـ ايتاليا د عامه روغتيايي آسانتياؤ ځانګړی نظام لري

ـ د ايتاليا په اساسي قانون کي راغلي چي ټول وګړي د مساوي روغتيايي مراقبت حق لري

ياد دوه ټکي يو حقيقت دی. خو په ايتاليا کي بېله اسنادو درملنه ترلاسه کولو يوه بله موضوع ده. حکومت په دې هڅه کي دی چي په دې ډګر کي په ټولو سيمو کي واحد دريځ موجود واوسي خو د راپورونو پر اساس اوس هم په دې ترڅ کي زياتي ستونزي موجودي دي. پخپله رسمي راپورونه دا مني چي په ايتاليا کي زيات شمېر داکتران شته قوانين يو له بل څخه بېل تفسيروي چي له کبله يې د اساسي قانون پر اساس د مساوي روغتيايي مراقبت حق هغسي نه پلي کيږي لکه چي اړتيا يې سته.

د کډوالو د ملاتړ سازمانونه په زياته په ۲۰۱۵ کال صادر سوي امر نمبر ۱۴۲ څخه شکايت کوي د کوم له مخي چي د ايتاليې بعضي سيمو و پناه غوښتونکو ته صرف د لومړيو دوو مياشتو له پاره د ثبت امکانات ورکوي. د هغه وروسته هغوی د اضافي طبي مراقبت د لګښتونو په ذمه اخيستلو ته مجبوره دي. د مرستندويه سازمانونو په وينا دغه ډول خنډونه په طبي مراقبت کي د پناه غوښتونکو د لاس رسي د محدودېدو لامل کيدلای سي.

تر شپږو کالو زيات عمل لرونکي ماشومان چي مور او پلار يې اسناد نه لرونکي کډوال وي، د هغوی معالجه هم مفته نه ده. له دې کبله د هغوی مور او پلار هغوی د طبي مراقبت عاجلې شعبې ته ورولي، د دې پر ځای چي د عادي درملنې له پاره يې مصرف په خپله ورکړي.

دا چي بهرنيان په ايتاليا کي د طبي مراقبت يا درملنې د ترلاسه کولو له پاره څه ډول اسناد بايد ولري يا کوم شرايط بايد پر ځای کړي، د کورنيو چارو د وزارت له خوا يې په هکله معلومات پر دغه لينک (په ايتالوي ژبه) لوستل کيدلای سي: د بهرنيانو له پاره طبي مراقبت

(SSN) : د ايتاليې ملي طبي خدمات

که تاسو اسناد لرئ او غواړئ چي د ملي طبي خدماتو څخه برخمن سئ نو بايد ځان پکښي ثبت کړئ. تاسو د دغه کار له پاره بايد د (SSN) ځايي څانګي ته ورسئ. خو د ثبت له پاره بايد لاندني شرايط پوره وي:

ـ تاسو بايد اقامه يا د ماليې ځانګړې شمېره ولرئ

ـ هغه بهرنيان چي د اروپايي اتحاديې د غړو هيوادونو اتباع نه وي، هغوی بايد حد اقل په ايتاليه کي تر درو مياشتو څخه زيات وخت اقامه لرلې وي

ـ بې سرپرسته ماشومان او حامله داره مېرمنه وړيا د دغو خدماتو حق لري. خو تر هغه وخته چي زېږېدلی ماشوم د ۶ مياشتو کيږي.

(Stp) : د بهرنيانو له پاره مؤقتي روغتيايي خدمات

ـ په اضطراري (ژوند ته ممکنه ګواښ) حالت کي اسناد نه لرونکي هم د درملنې حق لري

ـ د ايتاليې روغتونونه مکلف دي چي ورته مراجعه کوونکو اسناد نه لرونکو ته وړيا طبي مراقبت ورکړي او هغوی د ۶ مياشتو له پاره د مؤقتي روغتيايي اسانتياؤ له پاره ثبت کړي

ـ دغه مؤقتي روغتيايي آسانتيا له پاره د ځان ثبتول دا معنی نه لري چي ستاسو په تړاو چارواکو ته معلومات هم ورکول کيږي

ـ SIMM د روم شاوخوا په سيمه کي د شته ټولو روغتونونو يوه نقشه چمتو کړې چيري چي څوک ځان د بهرنيانو له پاره د مؤقتي روغتيايي آسانتياؤ له پاره ثبتولای سي

ـ د بهرنيانو له پاره د مؤقتي روغتيايي خدماتو د ترلاسه کولو له پاره بايد ښکاره کړل سي چي اړونده کس په خپلو پيسو د علاج توان نه لري

ـ د بهرنيانو له پاره د مؤقتي روغتيايي خدماتو کارد بېله نوم او تخلص څخه هم جوړيدلای سي

نور مرستندويه سازمانونه، چي ورڅخه مرسته ترلاسه کيدلای سي

ـ کارتياس (د کاتوليکي کليسا خيريه سازمان) https://www.caritas.it/

ـ SIMM د کډوالو د روغتيا ايتالوي ټولنه https://www.simmweb.it/

ـ سېنترو آستالي چي بېله پيسو و وکيلانو، ډاکټرانو او بنيادي درملو ته په رسيدګي کي مرسته کوي https://centroastalli.it/

ـ د مهاجرو له پاره د ايتاليې شورا  http://www.cir-onlus.org/

ـ اضطراري مرستې  https://www.emergency.it/

ـ بې پولي ډاکټران  https://www.medicisenzafrontiere.it/

ـ د ناګا په نوم په ميلان کي د مهاجرو مرستندويه سازمان  https://naga.it/

ـ په روم کي د INMP د کډوالو د بهتره روغتيا ملي انستيتيوت کوم چي ايتالوي او غير ايتالوي وګړو ته د درملنې آسانتياوي برابروي. https://www.inmp.it/ita/Assistenza-sanitaria

 

په آلمان کي د اسناد نه لرونکو درملنه څنګه کيږي؟

په يونان کي د اسناد نه لرونکو درملنه څنګه کيږي؟

 

نورې ليکنې