حسن فاضلي له خپلې کورنۍ سره د صربستان د بلګراد ښار په یوه کمپ کې. کرېډېټ: حسن فاضلي
حسن فاضلي له خپلې کورنۍ سره د صربستان د بلګراد ښار په یوه کمپ کې. کرېډېټ: حسن فاضلي

افغان فلم جوړونکی حسن فاضلي له خپلې ښځې فاطمه حسیني او له خپلو دوو لوڼو نرګس او زهرا سره په المان کې ژوند کوي. خو المان ته د راتګ لپاره دوی ډېرې سختې شپې او ورځې تېرې کړې دي. د دوی د سفر لاس ته راوړنه: «د نیمې شپې مسافر» چې حسن یې جوړونکی او د حسن د کورنیو غړي یې فلم اخیستونکي دي. دغه فلم په معتبرو فېستیوالونو کې نندارې ته وړاندې شوی او ډېرې جایزې یې ګټلې دي. له حسن فاضلي سره مرکه.

لومړی ځل چې حسن فاضلي له مهاجر نیوز سره خبرې وکړې، نوموړی د هنګري په یوه کمپ کې اوسېده. داسې یو ځای چې حسن یې اوس د «زندان» په شان بولي. د حسن کوچنۍ کورنۍ تر ډېرې مودې وروسته بالاخره المان ته رسېږي او پرېکړه کوي چې په دغه هیواد کې یو نوی ژوند پیل کړي. خو د دغه نوی ژوند د پیلولو لپاره دوی له ډېرو سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. ښاغلی حسن د خپل فلم او ژوند په هکله له کډوال نیوز سره مرکه کړې ده.

کډوال نیوز: یو کال مخکې تاسې له خپلې کورنۍ سره په هنګري کې اوسېدئ او وېره مو دا وه چې بلغاریا ته اخراج شئ. خو اوس په المان کې اوسېږئ. د خپل پخوانی او اوسنی وضعیت په هکله معلومات راکړئ؟

حسن فاضلي: هنګري کې مو چارواکو دوسیه وڅېړله او پرېکړه وکړه چې له موږ نه ساتنه وکړي. خو جالبه خبره دا ده چې هغه خبرې چې ما په هنګري کې وکړې هماغه خبرې مې په تاجیکستان کې هم کړې وې. خو هلته د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو اداره له موږ سره مرسته و نه کړه. موږ دغه راز سفارتونو ته لاړو او هماغه خبرې مو وکړې. خو هېچا له موږ سره مرسته و نه کړه. 

هنګري کې مو ستونزه دا وه چې هلته مو درې میاشتې په خورا سختو شرایطو کې په زندان کې تېرې کړې. هنګري وایي چې دا یو تړلی کمپ دی، خو زما په اند دا کمپ نه و زندان و: موږ بهر ته د وتلو اجازه نه درلودله، د کمپ په شاوخوا کې ازغن تارونه لګول شوي وو، لوڼو مې د زدکړې اجازه نه درلودله. په کمپ کې د ژوندانه لومړني امکانات نه وو موجود. په دغو درېو میاشتو کې دوی له موږ سره ډېره ناوړه، تاوتریخجن او غیرانساني چلند وکړ. د بېلګې په توګه، یوه ورځ مې لاس کې یوه کوچنۍ ستونزه پېښه شوه. دوی ته مې د خپلې ستونزې په اړه وویل. دوی مې ټول کورنۍ په قرنطینه کې واچوله. حال مې ډېر بد و. خو مجبور وم چې ځان پیاوری وښیم. ځکه چې ښځه او لوڼې مې له ما سره وې او نه مې غوښتل چې دوی خپل مورال له لاسه ورکړي. د پولیسو، ډاکټرانو او د کمپ کارکوونکو چلند د دې سبب شو چې موږ له هنګري څخه ولاړ شو. هلته مو د پناه غوښتنه منل شوې وه خو موږ نور نه غوښتل چې هنګري کې پاتې شو. په سرویس او ریل ګاډي کې مو المان ته ځانونه ورسول. 

حسن فاضلي او لور یې د تاجیکستان په دوشنبه ښار کې. کرېډېټ: از فاطمه حسینی

د ۲۰۱۸ کال د اپریل میاشت وه. خو المان کې مو وضعیت ډېر خراب شو. د پناه غوښتنه مو وکړه. یوه میاشت وروسته مو غوښتنه رد شوه. دوی موږ ته وویل چې باید هنګري ته بېرته ولاړ شو که نه دغه هیواد ته شړل کېږو. وکیل مو واخیست. د وکیل دنده دا وه چې د دغې پرېکړې پر وړاندې اعتراض وکړي. هغه له موږ نه ډېرې پیسې واخیستلې خو اعتراض یې و نه کړ. موږ نه پوهېدو چې څه باید وکړو. د شپې له خوا مو غوښتل چې خپله لور ګاونډیو کورونو ته واستوو چې د پولیسو د راتلو پر مهال هغه له موږ سره نه وي او پولیسو زموږ له اخراج نه ډډه وکړي. دغه وضعیت نږدې یو نیم کال دوام وکړ. خو اصلي ستونزه دا وه چې لوڼو مې درې کاله په لاره کې تېر کړي وو. په دغو درېو کلونو کې به مې هغوی ته هیله ورکوله. هغوی ته مې ویل چې یوه ورځ به دغه لاره پای ته رسېږي او موږ یو ښه هیواد ته رسېږو. دوی ویل چې کوم هیواد. ما ویل المان، که څه هم ډاډه نه وم چې موږ المان ته ورسېږو. دوی د المان بیرغ نقاشي کوله. ځان ته یې خیالي کور جوړ کړی و. 

خو کله چې موږ المان ته ورسېدو، الماني چارواکو غوښتل چې موږ اخراج کړي. زه د خپل ځان په کیسه کې نه وم، هر چېره ژوند کولی شم. خو فکر مې کاوه چې زما د لوڼو خیالي کور ویجاړ شوی دی. موږ بالاخره یو نوی وکیل واخیست. المان کې مو ملګري پیدا کړل. فلم مو په بېلابېلو ښارونو او فېستیوالونو کې نندارې ته وړاندې شو، لکه اډفا، برلینالې او دیریتي اوماني لوګانو. ډېرو کسانو له موږ سره مرستې وکړې. تېر نومبر مو بالاخره د بشري حقونو ساتنې سند واخیست. خو د خپلو نورو اسنادو لاس ته راوړلو ته انتظار کوو. اوس مو حالت عادي دی. نرګس پنځم تولګي ته ځي، زهرا لومړي تولګي ته. ښځه مې د ژبې کورس ته ځي. ښه ملګري لرو. لوڼې مې، او په ځانګړې توګه نرګس، په ښه توګه الماني خبرې کوي.

فاطمه حسینی له خپلې لور سره د بلغاریا په صوفیه ښار کې. کرېډېټ: حسن فاضلی

په دې موده کې مو مسلکي ستونزې څه وې؟

زموږ دغه فلم په لاره کې جوړ شوی. د فلم کار مو په تاجیکستان کې پیل کړ. لاره کې مو ویډګانې واخیستلې. یو موبایل مو درلود چې اکثره وختونه یې کار نه کاوه. همدغه موبایل کې مې کتابونه ولوستل او ویډګانې واخیستلې. دغه فلم زموږ د کورنۍ غړی په شان و. دا مو ټوله هیله وه. دا زما د ټولې کورنۍ فلم دی. زه یې جوړونکی یم، خو ښځې او ماشومان مې هم ویډیوګانې اخیستلې دي. فکر مې کاوه چې موږ د میلیونونو کسانو په شان په یوه سخت حالت کې یو، داسې کسان چې د جګړو له امله یې خپل کورونه پرېښودلي او بشري سازمانونو پرېکړه کړې چې د هغوی غږونو ته پام و نه کړي. موږ غوښتل داسې یو فلم جوړ کړو چې د همدغو کسانو غږ وي. خو یوازې د جګړې او مهاجرت په هکله نه وي. داسې یو فلم چې د ژوند په هکله وي. نه مو غوښتل چې دا د یوې ځانګړې موضوع په هکله وي او یو مشخص تاریخ ولري. هیله مو دا وه چې که څوک په راتلونکي کې دغه فلم وګوري نو داسې فکر وکړي چې دا یوه بشري موضوع ده. لیدونکي مو د ټوله نړۍ وګړي ول. ما ته انساني او عاطفي مسایل مهم وو. فلم په المان کې مونتاژ شو. همکاران مې له امریکا څخه المان ته راغلل او مونتاژ یې وکړ. بیا مو فلم په سندنس فېستیوال کې نندارې ته وړاندې شو. فلم د یوې کوترې په شان پرواز وکړ خو زه المان کې زنداني وم. دا ډېره سخته وه. ځینو همکارانو مې په فېستیوالونو کې ویل چې زموږ وضعیت ښه دی، خو یوازې د سفر کولو اجازه نه لرو. حال دا چې وضعیت مو ډېر خراب و. دا یوه سخته ضربه وه. فکر مې کاوه چې دغه کسان له سینما څه ناوړه ګټه اخلي. سینما په اصل کې یو انساني هنر دی خو کله هم کېدای شي چې غیرانساني وي. خو بالاخره زموږ فلم په فیستیوالونو کې جایزې وګټلې او د انسانو او د ژوند دغه غږ واورېدل شو.

د فلم د تریلر د لیدلو لپاره دلته کلېک وکړئ.

د حسن فاضلي لور نرګس د فلم اخیستلو په حال کې. کرېډېټ: حسن فاضلی

دا فلم ستاسو د سفر او د سفر د ستونزو په هکله دی. خو د فلم د جوړولو مفکوره څنګه پیدا شوه؟ اوس د فلم په لیدلو سره مو احساس څه دی؟ فکر کوئ چې که سفر مو له سره پیل شي بیا هم داسې یو فلم جوړوئ؟

موږ په لومړي سر له افغانستانه تاجیکستان ته لاړو. هلته مو د قانوني لارو د موندلو هڅې وکړې. خو کومه قانوني لاره پیدا نه شوه. له مجبورۍ مو قاچاقي لاره وټاکله. ما له ځان سره وویل چې دا پخپله یوه سوژه ده. موبایل مو واخیست او د فلم کار پیل شو. د ویډیوګانو د ساتلو لپاره مو یو خوندي ځای ته اړتیا درلودله. ملګرو ته مې وویل چې یو فلم لرم، څوک له ما سره همکاري کولی شي. یو ملګری مې په امریکا کې و. هغه را ته وویل چې چمتو دی د پروډیوسر په توګه له ما سره کار وکړي. خو په هغو حالاتو کې مې فکر نه کاوه چې فلم به یوه ورځ پای ته ورسېږي. فکر مې کاوه چې دا مو د ژوند وروستي انځورونه دي. د هغه سرتېری په شان چې د جګړې تر پیل مخکې خپل معشوق ته لیک لیکي. هیله مې دا وه چې دغه ویډیوګانې به یوه ورځ وموندل شي. خو کله چې فلم پای ته ورسېد، مشهورو فېستیوالونه ته یې لاره وموندله و جایزې یې وګټلې. ډېر کوشش مو وکړ چې د سفر کولو اجازه واخلو. د برلینالې او ادفا فېستوالونو په مرسته مو بالاخره د سفر کولو اجازه ترلاسه کړه. لومړی سفر مې ادفا فېستیوال ته و. زما د فلم لپاره یې یو ځانګړی پروګرام جوړ کړی و. خو ستاسو د پوښتنې د وروستۍ برخې په اړه باید ووایم: که یو ځل بیا هم په دغه لاره کې سفر وکړم حتماً داسې یو فلم جوړوم. یوه بله مسله دا چې: د فلم د جوړولو پر مهال ما یو شخصیت نه درلود: په ماغزه کې مې نور شخصیتونه هم ژوند کاوه. فکر مې کاوه چې زه د یو انسان په توګه په یوه تاریخي وضعیت کې یم او باید یې ثبت وکړم. غوښتل مې چې د کډوالو اصلي څېره وښیم. کورنۍ مې له ستونزو سره مخ وه، خو ما ویل چې دا به یوه ډېره ښه صحنه جوړه شي. په داسې حالاتو کې نه پوهېدم چې اصلي رول مې څه دی: فلم جوړونکی، مېړه، پلار که یو عادي انسان. دا ډېره سخته وه. تر اوسه پورې هم د دې موضوع په اړه فکر کوم. زما په اند د دغه فلم جوړول یو ډېر ښه کار و، موږ ته یې هیله ورکړه. اوس هر چېرته چې ځم هڅه مې دا ده چې له خبریالو سره د واقعیتونو په هکله خبرې وکړم. خو دا اسانه نه ده.

د حسن فاضلي د فلم په اړه نور معلومات دلته لوستلی شئ.

د «نیمې شپې مسافر» فلم د صحنو تر شا. کرېډېټ: لطف الله باختري

اوس چې په یوه اروپایي هیواد کې اوسېږئ د مهاجرت او تبعید پدیدې په هکله څه نظر لرئ؟ ایا د تبعید له امله ستاسو په ژوند او مفکوره کې کوم بدلون راغلی دی؟

زه نه پوهېږم چې تبعید څه ته وایي. مانا یې باید دا وي چې یو څوک یو ځای سره تړاو لري خو هلته ژوند کولی نه شي. یا له یو ځای سره تړاو لري خو له دغه ځای څخه شړل شوی دی. ما هېڅ کله وطن نه درلود. افغانستان زما د زېږېدنې ځای دی، خو دا زما انتخاب نه و. نه غواړم چې د شاعرانو په شان خبرې وکړم. خو زه ټول عمر مهاجر وم. ایران کې، تاجیکستان کې، بیا د اروپا په لاره کې. عمر مې په مهاجرت کې تېر شوی. کابل کې مې دا احساس نه درلود چې زه په خپل وطن کې یم. زه د سرپل د بلخاب د دهنې ولسوالۍ څخه یم. هلته مې هم دا احساس نه درلود. ځکه چې لهجه مې بېله وه او مفکورې مې بېلې وې. ځینې کسان وطني سندرې اوري او ښه احساس لري. خو زه له ځانه پوښتنه کوم چې ولې زه داسې یو احساس نه لرم. له افغانستان، له کابل او مزار څخه ډېر یادونه لرم. خو تبعید را ته وایي چې زه له کوم ځای سره تړاو نه لرم. دا یو ښه او بد احساس دی. ښه دی ځکه چې هر چېرته چې ځم فکر کوم چې هلته مې وطن دی. مجارستان کې په زندان کې وم، خو هلته زما د وطن په شان و. اوس المان زما د وطن په شان دی. په ژوند کې مې ډېر بدلونونه راغلي دي. اوس په دقت سره لیکم، فلم جوړوم، کتاب لولم. خوشاله یم. دنیا همداسې ده. دا د ژوند واقعیت دی. زه دا واقعیت منم خو غواړم چې بدلون پکې راولم.

د راتلونکي په اړه څه نظر لرئ؟ اصلي وېره مو څه ده؟ په راتلونکي کې څه فلمونه او پروژې لرئ؟

زه یو بد عادت لرم او هغه دا دی چې تل په راتلونکي کې ژوند کوم. دا یو ځورونکی عادت دی. ځورونکی دی ځکه چې نه پرېږدي چې زه له خپل ژوند څخه خوند واخلم. ځینې وختونه له خپلې کورنۍ سره یم، خو په همدې حال کې په راتلونکي کې ژوند کوم. خو همدغه عادت ما ته د راتلونکي په هکله هیله راکړې ده. ما د همدغه عادت په مرسته خپلې کورنۍ ته مورال ورکړ. اوس خپل د نوي فلم سکرېپت لیکم چې یوه داستاني کار دی. د «نیمې شپې مسافر» د صحنو تر شا: د موبایل کیسې، زما او زما د ښځې اړیکې، زما او زما د لوڼو اړیکې، زما د ښځې او د لوڼو ترمنځ اړیکې، او داسې نور شیان. هیله لرم چې ډېر ژر پای ته ورسېږي او د جوړولو لپاره یې بودجه پیدا کړم. اوس سویس کې یم. راتلونکې اونۍ کې د خپل فلم د نندارې لپاره ایټالیا ته ځم. په یوه فېستیوال کې داور یم. اوس چې د سفر اجازه لرم غواړم چې بېلابېلو فېستیوالونو ته لاړ شم.

 

نورې ليکنې