د ډسمبر ۱۹مه: ساموس ټاپو کې د کډوالو او پولیسو ترمنځ شخړه. کرېډېت: رویترز/سامیاکي تي وي
د ډسمبر ۱۹مه: ساموس ټاپو کې د کډوالو او پولیسو ترمنځ شخړه. کرېډېت: رویترز/سامیاکي تي وي

د یونان خبري اژانس انا په حواله تېره ورځ د یونان په ساموس ټاپو کې د پولیسو او د کډوالو یوې ډلې ترمنځ له هغې وروسته شخړې رامنځته شوې چې نږدې ۲۰۰ مهاجرو کمپ کې د خراب وضعیت پر وړاندې احتجاجونه وکړل او له یاد ټاپو څخه د وتلو اجازې د ترلاسه کولو غوښتنه وکړه.

سرچینې زیاته کړې چې د پنجشنبې په ماسپښین نږدې ۲۰۰ پناه غوښتونکو، چې ډېری یې افریقایان ول، کمپ ته نږدې یوه لاره وتړله او په پولیسو یې ډبرې ورولې.

پولیسو د احتجاج کوونکو د تیت او پرک کولو په خاطر له اوښکې بهوونکي ګاز څخه استفاده کړې ده.

ساموس یو له هغو ټاپوګانو دی چې اژې سمندر ته نږدې موقعیت لري او په کمپ کې یې تر اندازې زیات کډوال په ډېرو سختو شرایطو کې ژوند کوي.

سازمانونه په منظمه توګه یوناني ټاپوګانو کې د کمپونو پر خراب وضعیت تنقیدونه کوي.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: رپوټ: د ساموس په «ځنګل» کې کډوال د کثافاتو په منځ کې ژوند کوي 

د یوناني چارواکو په حواله نن سبا ۷۵۰۰ کسان د ساموس ټاپو په کمپ کې اوسېږي حال دا چې دغه کمپ یوازې د ۶۵۰ کسانو د ځایېدو ظرفیت لري.

د یونان لومړی وزیر کیریاکوس میتسوتاکیس د نومبر په پای کې وویل چې غواړي ساموس ټاپو کې د کډوالو کمپ وتړي او پر ځای یې یو داسې تړلی مرکز جوړ کړي چې د ۵۰۰۰ کسانو د ځایېدو ظرفیت ولري. خو ځایي چارواکو د حکومت دغې پرېکړې پر وړاندې مخالفت ښودلی. 

د یونان حکومت دا هم ویلي وو چې غواړي د ۲۰۱۹ کال تر پایه پورې ۲۰۰۰۰ کډوال له ټاپوګانو څخه مرکزي یونان ته انتقال کړي.

 

نورې ليکنې