د فرانسې پولیس. کرېډېټ: رویترز
د فرانسې پولیس. کرېډېټ: رویترز

د فرانسې پولیسو د پنجشنبې په ورځ وویل چې د دغه هیواد په مېر (لوار اې شېر) سیمه کې د انسانانو د پلورلو او استثمارولو یوه ډله یې له منځه وړې کوم چې له کاره لوېدلو موټرونو په یوه اډه کې یې کډوال په کار ګومارل.

فرانسوی کپتان کلمان هاموار د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې د بلوا سیمې قاضي یو پلار او زوی یې د نوي کال په پیل کې محکمې ته احضار کړی دی.

دغه دوه کسان د ناقانونه کډوالۍ په ملاتړ او فرانسه کې له ناقانونه لارې بهرنیانو ته د اوسېدو او ګرځېدو په زمینې برابرولو تورن دي.

پر هغوی لګول شوی یو بل تور دا دی چې دوی د پاریس د پورت دو لا شاپل له یو کمپ څخه دوه مصري کډوال د اوسېدو ځای او معاش په بدل کې کار ته ګومارلي. خو د دغو کسانو دنده دا وه چې له کاره لوېدلو موټرونو پرزې خلاصې کړي او افریقا ته یې واستوي.

که څه هم دغو دواړو ۲۰ کلنو مصریانو د خپل کار په بدل کې معاش نه دی ترلاسه کړی، خو د فرانسې د پولیسو په حواله د دوی په کار ګومارلو وروسته د ډلې د عایداتو کچه ۱۶۰ زره یورو ته لوړه شوې ده.

دغه دواړه کډوال د ډسمبر په پیل کې د پولیسو د تلاشۍ پر مهال نیول شوي ول او پولیسو ته یې د خپل اوږد سفر – له مصره تر لیبیا او لیبیا تر ایټالیا او پاریس پورې – په هکله معلومات ورکړي ول.  

 

نورې ليکنې