د یونان او مقدونیا پوله: Photo: Imago/ZUMA Press
د یونان او مقدونیا پوله: Photo: Imago/ZUMA Press

د یکشنبې په ورځ د مقدونیا په شمالي سیمه کې دوه کډوال او دوه پولیسو هغه مهال ټپیان شول کله چي د انسانی قاچاق کونکي موټر د پولیس په موټر باندي ونښتې.

 پولیسو وایی، دا ټکر د شنبه په ورځ (۲۱ دسامبر) د مقدونیا په ویلز سیمه کې رامنځته شول کله چي د پولیس جیب غوښتل د قاچاق کوونکي موټر ودروي. 

د یادونې وړ ده  په دغه موټر کي ۱۰ افغان کډوال سپاره وو.

ټپي شوي کډوال او پولیسو د ویلز روغتون ته انتقال ورکړل شو چي د روغتون په وینا هغوي لږ ټپیان دي.

د پولیسو په وینا تورن قاچاق کونکي د پیښې له ځایه څخه تښتیدلي وو چي وروسته ونیول شول.

چارواکو وایی چي ګومان کیږي دغه کډوال له یونان څخه غوښتل مقدونیا ته ننوځي. 

د پيښې څخه وروسته، یاد کډوال د کوجلیجا ښارګوټي توقیف ځای ګي ساتل کیږي، چي بیرته یونان ته ولیږي.

اروپایی هیوادونو ته د رسیدو لپاره له ۲۰۱۵ کال راهیسې د بالکان لاره کډوالو ته یوه مهمه ترانزیتي لاره ده.


 

نورې ليکنې