افغان کډوال په ترکیه کې. کرېډېټ: رویترز
افغان کډوال په ترکیه کې. کرېډېټ: رویترز

د ترکيې چارواکو په وینا د کډوالو یوه کښتۍ د پنجشنبې په ورځ د ترکیې په ختیځ کې په یوه جهیل کي د ډوپ له کبله ۷ کډوال مړه شوي او ۶۴ نور ژغورل شوي.

د ولایتی دفتر په حواله کښتۍ د ادلیسواز ښار ته نږدی د وان په جهیل کي ډوبه شوي دي. د سرچینه په وینا په دغه کښتۍ کې د افغانستان، پاکستان او بنګله دیش اتباعو سپاره وو.

په دي بیان کي راغلی چي د ۵ کډوال  مړه په جهیل کي وموندل شول او ۲ نور په روغتون کي مړه شول.

 ترکیه اروپا ته د رسیدو لپاره د کډوالو لپاره یوه لنده لاره ده.

تر اوسه څرګنده نه ده چي ولی دغه کډوال د سرک له لارې ترکیې ته نده ننوتلی، وان جهیل له ایران سره نږدی دي او د ترکیې په پولو کي پروت دي.

اعلامیه وایی چي ژغورل شوي کډوال روغتون ته انتقال ورکړل شوي.

د یادونې وړ ده چي چارواکو د پیښې په اړه رسمی څیړنه پیل کړي دي.

 

نورې ليکنې