د اسپانیا ساحلي ګارد ژغورنه عملیات: ارشیف
د اسپانیا ساحلي ګارد ژغورنه عملیات: ارشیف

اسپانیا ساحل ساتونکو د کرسمس په ورځ شاوخوا ۲۰۰ کډوال وژغورل. همدا راز د پنجشنبې په ورځ ۱۰۰ نورو کډوال په بیلا بیلو عملیاتو کې ژغورلي دي.

د نیمایی څخه زیات کډوال د اسپانیا شمال ختیځ د کوستا بلانکا له ساحل څخه په څو عملیاتو کې ژغورل شوي دي.

د اسپانیا د ساحل ساتونکو د چهارشنبې په ورځ وویل چې دغه کډوال د اسپانیا او مراکش له ساحل څخه په څو عملیاتو کې ژغورل شوي وو. د ژغورل شوي کډوالل اصل هیوادونه لاهم ندي معلوم.

په ټوله کې ، د ژغورنې ترټولو لوی عملیات په مراکش ، زیفرین او کوچني اسپانیا ټاپو البران کې ترسره شوي دي. په څو نورو عملیاتو په دوه ټاپوګانو کې شاوخوا ۱۲۰ کډوال ژغورل شوي دي.

Les lieux de sauvetage des migrants secourus par les garde-côtes espagnols, le 25 décembre 2019. Crédit : Google maps

اسپانیه یو له اصلي هیوادونو څخه دی چیرې چې کډوال او پناه غوښتونکي اروپا ته د ښه ژوند په هیله اروپا ته راځي. د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) د معلوماتو په وینا ، سږ کال لږترلږه ۵ تنه مړه شوي دي په مدیترانې کې اروپا ته د رسېدو په هڅه کې.

د کډوال نړیوال سازمان د شمېرې له مخې، د روان کال له پیل راهیسې د مدیترانې له لارې اروپا ته نوي رسېدلي ۱۲۵۰ کډوال راجسټر شوي دي.


 

نورې ليکنې

Webpack App