آرشيف انځور
آرشيف انځور

د کډوالو او پناه غوښتونکو له پاره د آلمان فدرالي ادارې بامف په ۲۰۱۹ کال د پناه غوښتونکو تر ۹۵۰۰ څخه زياتو موبايلونو معلومات ارزولي دي.

د بامف ادارې په ۲۰۱۹ کال د ارزونې وړ اسنادو نه لرونکو پناه غوښتونکو موبايلونه اخيستي او پکښي ثبت معلومات يې ارزولي دي. دا خبر د پروتستانت خبري آژانس (epd) له خوا د فونکه رسنيزي ډلې د يو راپور په حواله خپور سوی دی. د يادې ډلې د سه شنبې د ورځي (د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ دويمه نېټه) په راپور کي راغلي چي د نوامبر مياشتي تر پای پوري د ۹۵۲۹ موبايلونو معلومات د بامف فدرالي ادارې له خوا ثبت سوي دي. زياته سوې چي له دغو څخه د ۳۲۶۷ د پناه غوښتنې د روانو دوسيو په ترڅ کي ارزونه سوې ده.

په راپور کي راغلي چي د ارزول دوسيو څخه په ۲ سلنه کي چارواکي توانېدلي چي د پناه غوښتونکو له خوا ورکول سوي هويتي معلومات ناسم ثابت کړي. ويل سوي چي په ۴۰ سلنه ارزونو کي دا نتيجه په لاس راغلې چي د پناه غوښتونکو له خوا وړاندي سوي د خپل هويت په تړاو معلومات صحيح ثابت او تائيد سي. د ۵۸ سلنې ارزول سوو موبايلونو په هکله ويل سوي چي هيڅ داسي معلومات پکښي نه ول چي د هويت د څرنګوالي په ترڅ کي تائيدوونکي يا ردوونکي معلومات وړاندي کړي.

که په آلمان کي یو پناه غوښتونکی د خپل هويت ښکاره تثبيت کوونکي اسناد وړاندي نه کړلای سي او له نورو لارو د دغو معلومات تثبيت ممکن نه وي، نو بامف کولای سي چي د دغه پناه غوښتونکي د موبايل معلومات ثبت کړي. د دغو معلوماتو د ارزونې پر اساس بيا د پناه غوښتونکي د هويت د تثبيت هڅه کيږي.

د بامف په وينا د موبايل تليفون ارزونه د بېلګي په توګه په دې هکله معلومات وړاندي کولای سي چي اړونده پناه غوښتونکی په کومو سيمو يا هيواد کي پاته سوی او يا دا چي د موبايل تليفون د استعمال پر وخت د کومي ژبي څخه کار اخلي.

په ۲۰۱۸ کال آلماني چارواکو نژدې ۱۱۳۹۰ اليکترونکي د معلوماتو ځېرمه کوونکي آلات ارزولي ول. دا هغه آلات ول چي په لومړي ځل په آلمان کي د پناه غوښتونکو سره موجود ول. په دې ترڅ کي په ۳۳۰۸ مواردو کي د په لاس راغلو معلوماتو کارولو اجازه ورکول سوې وه.

 


 

نورې ليکنې