په پورت دی اوبر ویلی کی یو بس د قانون دفتر په توګه کار کوي،Charlotte Oberti/InfoMigrants
په پورت دی اوبر ویلی کی یو بس د قانون دفتر په توګه کار کوي،Charlotte Oberti/InfoMigrants

د پاریس په پورټ دی اوبرویلیې کی یو بس د قانون دفتر په توګه کار کوي. د هرې جمعې په ماسپښین د سرک په څنګ کې استوګنځې نیسي. په یاد بس کي مسلکي کسان په وړیا توګه کډوالو ته د هغوي د وضعیت په اړه مشورې ورکوي.

طاهره په کال ۲۰۱۶ کي د پاکستان د سنګر سیمې پريښیدو ته اړ شو. چیري چي افراطیانو هغوی ته ګواښ کړي وو. هغه خپل ماشومانو سره د اروپا له تېرېدو وروسته په فرانسه کې د پناه غوښتنه وکړه. دوه ځله د دوی غوښتنه رد شوي دي.

هغه په ډیری خواشینې د اداري اسناد سره په پاریس کي لالهاند ده. د هغوي د پناه غوښتنه سند د روان کال د جنوري نیمایی پوری د اعتبار وړ دي. د تېري جمعې په ورځ طاهره پریکړه وکړه چې له متخصصینو سره خبرې وکړي. هغه په ​​پاریس کې د پورټ دی اوبرویلیې کې په بس کې ناست وکیلان سره د مرګه وخت نیولي دي. یو وکیل چي غواړي نوم یی مستعار پاتي شي ورسره مرګه لري.

-ستا میړه چیرته دی؟

-هغه په ​​یونان کې پاتې شو. ۴-۳ میاشت راهیسې زه ورڅخه احوال نه لرم.

-چیرته اوسیږې؟

-زه د خپل یو زوی سره په هوتل کي اوسیږم. زما دوهم زوی چي ۱۴ کلن دی په لیون کی دی. زه غواړم چي هغه خپل زده کړي په فرانسه کي وکړی او دلته پاتي شی، سربیره چي زه لاړ شم.

-تاسو بیرته پاکستان ته نشئ تللي؟

-نه، زما میړه هلته د شیعه ګانو په جوماتونو کې تبلیغ کاو، هغه ته ګواښ شوی و. زموږ ډیری خپلوان تښتول شوي دي.

-د هغه سندونو څخه چې تاسو ما ته ښیې ، آفپرا(د کډوالو اداره) په تاسو باور نه کوي؟

-نه، دوی وايي چې ګواښونکي لیکونه چې ما دوی ته چمتو کړي دي جعلی دي.

-زه ګورم

-زما دوسیه خورا خراب دی ، کنه؟

د جمعي په ورځ دا بس په پورت ابرویلی کی کار کوی : InfoMigrants

هره جمعه ، د ماسپخین ۵-۲ بجو پوري لسګونو کډوال د دې بس دروازې ته راځي. چیترو زده کونکي وکیل، مخکې له دې چې کار شروع کړې په مناسب دوله چوکیو جوړ وي. د بس شاته د انتظار خونې په توګه کارول کیږي. د بس په لومړي سر کې دوه کوچني ځایونه چې د څلور چوکیو څخه جوړ شوي د مشورې لپاره ځانګړي شوي دي. د کډوالو محرمیت لپاره  د څوکیو په مینځ کی ارغواني پردې نصب شوي دي.

«په محکمه کې ډاریدلي وه»

هغه وکیل چې طاهره ته مشوره ورکوي وایی «زه غواړم د دي بی وسه خلکو سره مرسته وکړم». یو څوک چې معمولا په کورنۍ او جرمي قانون کې تخصص لري او غواړی د بی وزلو کډوالو سره مرستې وکړي.

دا بس چې د "پاریس سولیدریتي" سره تړاو لري. په اونۍ کې ۲-۳ وکیلان کار کوي او ۸۰ وکیلان په مجموع کي کار کوي. یاد وکیلان باید ۶ ساعتو لپاره د کډوالۍ قانون درس ووایی.

د هغې د لنډې تجربې سربیره ، د طاهره وکیل لا دمخه پوهیږي چې د دې مؤکل قضیه ستونزمن دي. د هغې په وینا  «په اوپرا کې ، دوی ډیری وختونه وايي چې د پناه غوښتونکو لخوا دوی ته چمتو شوي اسناد جعلي دي.» سربیره پردې نوموړې په فرانسوي ژبه خبرې نه کوي ، قضایی سیسټم ته د ځانګړو مقرراتو له امله ستړې ښکاري.

هره اونۍ ۳۰ کډوالو سره وینی. Photo : InfoMigrants

د طاهره وکیله وایی: «د هغه مؤکله د خپله محکمې پر مهال د ګواښونکي لیکونه تاریخ نشو ویلي هغې حمتن ډاریدل وه.»

طاهره په انګلیسي ژبه باندي پوهیږې

-زه څه وکړم؟

-موږ کولی شو د بیا غور لپاره غوښتنه وکړو ، مګر زه باید تاسو ته ووایم چې تاسو ډیر لږ چانس لرئ. تاسو دمخه دوه ځله رد شوي یاست. د دې لپاره چې دا ځل پریکړه مختلف وي ، نو اړینه ده چې تاسو خپل دوسیې ته یو څه نوی راوړئ.

-لکه د مثال په توګه؟ زه په کافي اندازه نه پوهیږم چې تاسو څه وایاست ، تاسو کولی شئ ماته په یو کاغذ کي ولیکئ چې زه یې زوی وژباړم؟

-تاسو د خپلې کورنۍ لیک ته اړتیا لرئ څوک چې په پاکستان کې ژوند کوي. ایا یو څوک تاسو ته د شهادت لپاره لیک لیکلی شي او ووایی چې وضعیت لاهم هلته ستاسو لپاره خطرناک دی؟

-زه نه پوهیږم. زه یوه خور لرم

-هغه دا کولی شي؟

-نه 

-دا یو لازمي حالت دی. پدې حالت کې ، تاسو به په لنده موده کي د چارواکو لخوا یو لیک ترلاسه کړئ چې تاسو مجبوریی د فرانسه خاوری پریښدي.

-دا وروستۍ جمله داسې په طاهره باندی خوار سخت وو. د ویلی لپاره ځوانه ښځه هیڅ نه درلودل. د هغي په سترګو کي اوښکي وه. خپل شیان واخیستل او لاړ. د بس په بل اړخ کی یو مشتری د خپل وار په انتظار کی ویده شوي وو.

«موږ د قاضیانو لخوا پریښودل شوي»

په بس کي ډیري خلک د مادي ملاتړ شرایطو  (CMA) اړوند پوښتنو لپاره راځي. زموږ ډیر مشتریان د کادا او هودا استګنځې لپاره سوالونه لري.  ماتر میریانا دوهم وکیله وایی د فرانسې د کډوالۍ او ادغام دفتر  (Ofii)‌ډیري پناه غوښتونکو ته مادي مرستي نه کوی. «حیقیقت دا دي چی پناه غوښتونکي د کار اجازه نه لری باید ورسره مالی مرستې وشئ.»

په د ۲۰۱۸ م کال کې د پناه غوښتنې او کډوالۍ نوی قانون پلي کول مغشوشیت اضافه کړ.«د قضیو په اړه چې موږ ورسره معاملې کوو مثبتې پریکړې ډیرې نادره دي ، که څه هم عاجل حالت دی او موږ باید له خلکو سره چي ډیر زیانمن حالت کې دی خبري وکړو. موږ د قاضیانو لخوا پریښودل شوي یو.»

 

ډیری کډوال چې پدغه ورځو کی راځې د محکمو لخوا رد شوي.

 د کډوال محرمیت لپاره په بس کي پردې نصب شوي دی. Photo : InfoMigrants

-۲۹ کلن بیکری د مالي اوسیدونکی دی. د هغه لپاره ، وضعیت لږ نا امید دی. د هغه لومړنې پناه غوښتنې رد شوي دي.

-په مالي کې د غلامی جنګ شتون لري. له همدې امله زه دلته د پناه غوښتنه کوم.

-سمه ده، مګر ایا دا ستونزه په تاسو باندی شخصي اغیزه لری؟ کله چې تاسو د پناه غوښتنه وکړئ ، تاسو باید ثابته کړئ چې تاسو په خپل هیواد کې په خطر کې یاست.

-زه د غلامۍ پروړاندې په یوه غورځنګ کې شامل شوم او دا زما د ستونزو لامل شو.

-ستاسو غوښتنه ولې رد شوه؟

-افپرا پدې غورځنګ کې زما په رول باور نلري.

-کله تاسو د دې پریکړې څخه خبر شوي؟

-زما غوښتنه په نومبر کې رد شوه مګر زه د دسمبر تر ۵ پورې نه پوهیدم. د دي څخه مخکې زه په روغتون کې وم ځکه چې زه ناروغ یم

-موږ باید ژر تر ژره ستا دوسیه د پناه غوښتنې ملي محکمي ته د استیناف لپاره ولیږو. د یادونه وړ ده چي باید د یوه میاشت په موده کي استیناف وکړو. زه به تاسو لپاره د قانوني مرستې غوښتنه وکړم. ایا زه کولی شم ستا د تلیفون شمیره واخلم ترڅو تاسو سره بیا وګورم؟

-چیرته اوسیږي؟ 

-په د سن دیني په یو مرکز کي

-ایا تاسو سند لرئ چې دا تصدیق کوي چې تاسو هلته اوسیږی؟

-زه نه پوهیږم

-وګورئ زه دی سند ته اړتیا لرم زه به نن شپه ستا اسنادونه جوړ کړم.

«هوا سړه ده»

 ۴۰ کلن ایرانی ، چې مسکا یې مخ لری مرګي ته چمتو دي

زه په ایټالیا کې ډوبلین یم ، زه هلته د درې کالو لپاره پناه غوښتونکی وم او دې هیواد زما لپاره هیڅ ونه کړ. زه هیڅ استوګنځی نه لرم زه غواړم په فرانسه کې د پناه غوښتنه وکړم. ځینې ​​خلکو ماته وویل چې دا د ۶ میاشتو وخت نیسي ترڅو د قومنداني سره مرګه ولرو. دا رښتیا ده؟

-نو د انتظار په وخت کې ، زه څه وکړم؟

-تاسو هیڅ نه شئ کولی

-زه حتی د یو ځایغوښتنه هم نشم کولي؟

نو زه په کوڅه کې خوب وکړم؟

 «هوا سړه ده»

تاسو کولی شئ د عاجل هستوګنې لپاره ۱۱۵  ته زنګ ووهئ. دا یوازینی کار دی. تاسو باید هره ورځ زنګ ووهئ. مګر تاسو باید ټینګار وکړئ ، او صبر وکړئ..

- ښه ... مننه



 

نورې ليکنې