سید علی اسدی افغان زده کونکي:کریدیټ: اسدی
سید علی اسدی افغان زده کونکي:کریدیټ: اسدی

څنګه افغانان کولی شي په فرانسه کې د زدکړې لپاره بورسونه ترلاسه کړې؟ افغان زده کونکی سید علی اسدي په فرانسه کې زدکړې کوي. هغه د کډوال نیوز سره په مرکه کې خپلې تجربې نورو سره شریکوي.

هغه افغانان چې غواړي په فرانسه کې لوړ زدکړې وکړي لومړی باید یوه دوسیه جوړه کړي. په دوسیه کې ځینې سندونه ډېر مهم دي. لکه د انګلیسي ژبې اسناد او یا هم د فرانسوي ژبې سند. د انګلیسي ژبې لپاره: TOEFL لپاره باید ۸۰ نمرې او د  ILTS لپاره ۶،۵ نمرې ولري او د پوهنتون دیپلوم، ترانسکرایپټ او داسی نور سندونه....

کډوال نیوز له افغان محصل سید علي اسدي سره ځانګړې مرکه کړې ده چې هغه څنګه فرانسې ته راغلی او د زدکړې بورسیه یې څنګه ترلاسه کړې ده:

اسدی

1.     په سایت کې اعلان

کله چې بورسیه په سایت کې اعلان شوه، نو موږ کولي شو چې د خپلې زدکړې اړوند پوهنتونونو ته د داخلې لپاره خپلې دوسیې ولیږو. او په ایمیل کي باید ځینې ټکي واضح وي او د هغه پوهنتون څخه وغواړو چې د کاندید زده کونکې په لست کي زموږ نوم هم شامل کړي او موږ ته د یو ایمیل په ترڅ کې ووایي چې موږ د یو کاندید په توګه قبول شوي یو.

2.     د فرانسې د پوهنتون ایمل سره باید د ځینې نورو اسناد سره بل دوسیه جوړ کړو او هغوي ته ایمل کړو پدي دوسیه کي زموږ د DELF , DALFاو  ILTS نمرې دې

ترانسکریپټ

دیپلوم

د دوو صفحو پروژه (خپل د زده کړي موخه او وروسته د زده کړي څه غواړو چي وکړو....)

پاسپورت

تذکره

3.      ۲  تر۳ میاشتو وروسته انترویو لپاره غواړي چي ۳۰ تر ۴۰ دقیقې لپاره مصاحبه کوي. په دې برخه کي زموږ څخه شخصي، مسلکې او حرفوي پوښتنه کوي. همداراز د فرانسې د فرهنګ او تاریخ په اړه هم ځینې پوښتنه کوي.

4.      په پوهنتون کي داخله ډیر مهمه ده که منل شوي پوهنتون داخله نه ورکوي بورسیه هم رد کیږي

5.      په پوهنتونو کی داخله د اپریل او جون په میاشت کي دي.

6.      د کابل په پوهنتون کي د یوه ورځې لپاره هغه کسان چي غواړي د بورسیه او د اداري مرستې په اړه معلومات ولري په دغه پوهنتون کي د پوهوي جلسه جوړيږی او ټول هغه کسان چي د بورسې لپاره کاندید دي په دغه جلسه کي غوښتل کیږي.

7.      هغه کسان چي د خپل زده کړې په برخه کې د کار تجربه لری هغوي کولي شی چي خپل د دوهمه کال ماستري لپاره داخله وکړې. او هغه کسان چي په افغانستان کي د ماستری دیپلوم ترلاسه کړې د دوکتورا لپاره خپل اسناد لیږل شي.

8.      د مالی په برخه کي د فرانسې بورسیه د ژوند ټول مصارفي تمویلوي لکه هستوګني ، د روغتیا بیمه، د ترانسپورت کارت او خواړه. ...

9.      د اګست په میاشت کي منل شوي کس ته د سفر ټکت راځی.

10.  د یادوني وړ دي افغانانو ته په کال کي ۱۸-۲۵ بورسیه د ماستري سهمیه ورکول کیږی.

11.   ۸-۱۰ بورسیه د دوکتورا ورکول کیږي

اسدی

په فرانسې هر کس خپل اداري چارې باید پخپله مخ ته یوسي. هغه کسان چي د درس لپاره راځي، هغوي ته د اداري مرستې لپاره ټولینزي همکار نشته او هغوي کولي شي د ځینې ټولنې سره د خپل اداری کارونو لپاره مرسته وغواړي.

زه د زده کړې تر څنګ د نور افغانانو سره چي د انګریزي په ژپه بورسیه تر لاسه کړې د هغوي سره د اداری کارونو کي مرستې کوم. کله یو کس فرانسې ته د زده کړې لپاره راځي. هغوي د کور کرایه ورکول، د روغتیا بیمه اخیستل، ترانسپورټ کارټ جوړول کي ډیر ستونزي سره مخامخ کیږي. بل لور فرانسویان په انګریزي باندي ښه نه پوهیږي د همدي لپاره زه د افغانانو سره مرستې کوم.

په بیلګی کي د کور کرایه:  یک کوټه د پخلنځای سره په لیله یا د زده کونکي هستوګنځای کي تر ۱۰۰۰ یورو په میاشت کي کرایه يی ده. او د یو محصل بورسیه ۷۰۰ یورو دي. خو هغه کولي شي چي د ځینې مرستې لکه د کف او د بورسیه تړون ښودلو سره دغه کرایه کم کړي چي وروسته د ټولو مرستې د ۳۰۰ څخه کم کرایه ورکولي شي.

همداراز د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کال د بورسیه په اړه معلومات د فرانسې سفارت په افغانستان کي خپل په ویب پانې خپور کړل.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: 

سږکال د IFA یا د فرانسې انستودیوټ په افغانستان کي د دسمبر په ۱۶ مه ترسره شو. دا ناسته په دوه برخو ویشل شوې وه:

۱ـ د بورسونو برنامنې وزاندې کول

۲ـ پوښتنه/ ځواب

د پوښتنه او ځواب په برخه کې هغه محصلیونو چه غواړي خپل لوړ زدکړې په فرانسه کې تر سره کړې سوالونه وکړې.

 


 

نورې ليکنې