د یو کډوال انځور په کالي کي : کډوال نیوز/مهدی شبیل
د یو کډوال انځور په کالي کي : کډوال نیوز/مهدی شبیل

د څو اوونیو راهیسې، په کالې کې مرستوندوی سازمانونه د ژمي لپاره د سرپناه د نشتون له امله اندېښمن دي. د تودوخې درجه راټیټه شوې او د یخ باد او باران ورسره ده. تېر کال، دا پلان د دسمبر په نیمایی کې فعال شوی وو.

ژمي کې د ژوند شرایط په کالې کې خورا سخت دي. د تودوخې درجه منفې ۵ درجې ته را ټیټه شوې ده.

 د دې معلوماتو په نظر کې نیولو سره، کډوال سره مرسته کونکې اتحادیې د ژمي د سرپنا پلان غیر فعالولو په اړه پوښتنې لري، چې هر کال په سړه هوا کې د پریفیکتور لخوا پیل کیږي.

فرانسوز ګیونو د کډوالو مېشت سازمان غړې وایی:« د تودوخه درجه منفی ۵ ته ښکته شوي ده او رطوبت هم دي. تاسو باید وپوهیږئ چي لوند ساړه د وچې یخنیۍ پرتله خورا ګران دي.»  

د آیتوپیا ۵۶ سازمان لپاره دغه وضعیت یو اضطراری حالت دی. شپې کډوالو لپاره ډیرې سختې کیږي. انتواني نیهر د ایتوپیا ۵۶  غړې وویل:«د پرله پسې سړه، باران او واورې د زغملو وړ نه ده. ځینې کسان د یخنې ناروغي څخه رنځ وړي. ځینې کډوال د بریښنا لاندی شپه تیروي او سهار ته انتظار باسئ.»

د پریفیکتور(قومنداني) په وینا «د تودوخي درجه هره ورځ معلومه وه»

د ژمې لپاره استوګنځاي جوړول د ۳۰۰ کسانو لپاره په لنډ مهال کي ځای ورکوي. د کالی په هوتیس سرک کی د ۲۰۰ ځایو یو هنګر خلاصیدل چي ۸۰ کورنې ته ځای ورکول. اوس لپاره د دوی دروازي تړلې پاتې دي تیر کال دغه ځای د ۳ ورځو لپاره فعال شوی وو.

د کډوال نیوز سره په اړیکه کې د کالي قومنداني وویل چی « د ژمې سر پناه شرایط ندي پوره شوي. موږ ډیر محتاط یو د تودوخي درجه هره ورځ معلومه وه.»

«څومره چي کولي شي د ژوند شرایط مشکل کړئ»

هغه ټولنې چي په کالي کي کډوالو سره مرستې کو ووایی چي«دولت په قصد سره دا وسیله نه کاروي. دا یو سیاسی چال چلن دی. پریفیکتور چي دا پلان نه فعال کوي ځکه چې دا غواړې په کډوالو باندي فشار راوړي.»

فرانسوز ګیونو په حواله:«هغوي غواړي چي کډوال بهر پریښودو سره مجبور کړي چي پاتې نه شئ.»

انتون نیهر د ټولنې تحلیل په شان وایی: «دولت غواړي چي د کډوال د ژوند شرایط دومره ستونزمن کړی چي پریښیدو ته اړ شئ. دغه فشار کار نه کوي» د فعالینو ټولنې باور لري چي « کډوال په هیڅ قیمتې باندي کالي نه پریږدي د دی لپاره چي دوی غواړي بریتانیا ته لاړ شی.»

ایتوپیا ۵۶ او کډوال مېشت سازمانونه  غوښتنه دا دي چي د تودوخې وسیلې«سمدستې فعال شئ» او په ټول ژمي کي فعاله پاتي شئ.

«د کډوالو په مرکزنوته یوړل د حل لار نه ده»

ولی کډوال نه غواړي چي په کالي کي د هرکلي په مرکزونو کي پاتي شي؟

پریفکتور هره ورځ د خلکو څخه غوښتنه کوي چي د کالی د هرکلي مرکزونو ته لاړ شي. د کال ۲۰۱۷ راهیسې ۳۳۵۰ کسان يي په دغه مرکزونو کي ځای ورکړي دي.

فرانسوز ګیونو وویل: «کډوال مرکزونو ته یوړل د حل لار نه ده. د دی لپاره چی هغوي غواړی بریتانیا ته لاړ شي. دغه کسان دوبلین دي او یا هم د پناه غوشتنه حق نه لري، هغوي پوهیږي چی مرکزونو ته تګ کټه نه لري.»

بل لور انتون نیهر وایی چی دغه مرکزونه ډیر لري دي ۱۳۰ کیلومتر دغه مرکزونه د کالي او سمندر څخه لری پراته دې. او زیاتوي «هغه خلک چي بریتانیا ته غواړي چي لاړ شئ ولی دومره لري لاړ شئ. او یو نوی جنګل تجربه کړې.»

 

نورې ليکنې