د ۲۰۲۰م کال د جنورۍ ۵مه: د یکشنبې په ورځ کروېشیا کې زوران میلانوویچ د ولسمشرۍ ټاکنې وګټلې. کرېډېټ: رویترز، مارکو
د ۲۰۲۰م کال د جنورۍ ۵مه: د یکشنبې په ورځ کروېشیا کې زوران میلانوویچ د ولسمشرۍ ټاکنې وګټلې. کرېډېټ: رویترز، مارکو

تېره ورځ کروېشیا کې د سوسیال دموکرات ګوند پخواني لومړي وزیر زوران میلانوویچ د ولسمشرۍ ټاکنې وګټلې او خپلې محافظه کارې سیالې کولیندا ګرابار – کیتاروویچ ته یې ماته ورکړه. د کروېشیا د ولسمشریزې ټاکنې دویم پړاو د یکشنبې په ورځ په داسې حال کې ترسره شو چې څو ورځې مخکې دغه هیواد د اروپایي ټولنې د دوره یي مشر په توګه وټاکل شو.

که څه هم په ټاکنو کې د کډوالو ضد ښې اړخې ګوند ډېرې رایې ترلاسه کړې، خو کروېشیایي وګړو سوسیال دموکرات نوماند زوران میلانوویچ ته رایې ورکړې چې د یو «نورمال کروېشیا» غوښتونکی دی. دا په داسې حال کې چې د ښاغلي میلانویچ محافظه کارې سیالې کولیندا ګرابار – کیتاروویچ د «اصیلې کروېشیا» غوښتونکې وه.  

۵۳ کلن زوران میلانوویچ چې یو پخوانی ډپلومات دی د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال وویل چې کروېشیا کې باید د ټولو کسانو حقونو ته درناوی شي. نوموړي دا هم وویل چې «د جګړې وخت پای ته رسېدلی دی» او هغه د یو نورمال حالت غوښتونکی دی.

خو ۵۱ کلنه کولیندا ګرابار – کیتاروویچ، چې په ۲۰۱۵ کې د کروېشیا ولسمشرې په توګه ټاکل شوې وه، په ټاکنو کې پاتې راغله. نوموړې د ټاکنیزو کمپاینونو په ترڅ کې له سخت دریځ ګوند څخه په غیرمستقیمه توګه د ملاتړ غوښتنه وکړه او د خپلواکۍ جګړو (۱۹۹۱-۱۹۹۵) ته یې هم اشارې وکړې.

د یادونې وړ ده چې ولسمشر په کروېشیا کې تر ډېره تشریفاتي دندې لري.

خو په همدې حال کې د کوریې دو بالکان خبریال سیمون ریکو کډوال نیوز ته وایي که څه هم نوی ولسمشر کوم اجرایي صلاحیت نه لري خو هغه کولی شي چې په بهرني، دفاعي او امنیتي چارو کې مداخله وکړي.                    

د کډوالۍ ستونزې

کروېشیا د بالکان د ځینو نورو هیوادونو په څېر د کډوالۍ ستونزو سره مخ ده. له یوې خوا د کروېشیا ګڼ شمېر اوسېدونکي غواړي چې د اروپایي ټولنې شتمنو هیوادونو ته مهاجرت وکړي او له بلې خوا زیات شمېر کډوال اروپایي هیوادونو ته د راتلو په موخه کروېشیا ته ننوځي.  

د یوروستات د شمېرو له مخې نن سبا د کروېشیا د خلکو ۱۵ اعشاریه ۴ سلنه یې په نورو اروپايي هیوادونو کې ژوند کوي.

که څه هم د کروېشیا د رسمي شمېرو له مخې له ۲۰۱۳ راهیسې ۱۹۰ زره کسان له دغه هیواد څخه وتلي دي، خو د ماهرانو په وینا د کروېشیایي کډوالو شمېر نږدې ۳۰۰ زره کسانو ته رسېږي.

د کروېشیا اقتصاد له توریزم سره تړلی دی او هغه کډوال یې مخ ته وړي چې د بالکان هیوادونو لکه بوسنیا، صربستان او یا کوسوو څخه دي.

بله ستونزو کروېشیا کې د رسېدونکو کډوالو څپه ده. کروېشیا د هغو کډوالو پر وړاندې سخت سیاست غوره کړی چې د منځني ختیځ، افریقا او یا اسیا څخه دي او د بوسنیا له لارې کروېشیا ته د ننوتلو هڅه کوي. اکثره مهاجر غواړي چې د دغه هیواد له لارې لویدیځو اروپایي هیوادونو ته ځانونه ورسوي.

ښاغلی ریکو د نوي ولسمشر د کډوالۍ سیاست په هکله وایي چې د کډوالو د خراب وضعیت سربېره کروېشیا لا هم مهاجر له «پولو په شا تمبوي». د نوموړي په خبره کروېشیا غواړي چې «د شېنګېن زون کې شامله شي نو باید نورو اروپایي هیوادونو ته وښيي چې پر خپلې پولې کنترول لري.» 

تر دې دمخه د بشري حقونو مدافع بنسټونو د دغه هیواد پر کډوالۍ سیاست نیوکې کړې وې او زیاته یې کړې وه چې پولو کې کروېشیایي سرتېري له کډوالو سره ناسم او تاوتریخجن چلند کوي.

 

نورې ليکنې