د پاکستاني چارواکو په وينا په کال ۲۰۱۹ کې پاکستان کې د انساني قاچاق په پېښو کې زياتوالی ليدل شوی دی او د تېرو کلونو پرتله زياتو پاکستانيانو اروپا ته په ناقانونه طريقو د تلو هڅې کړې دي.
د پاکستانۍ دنيا نيوز نومې ورځپاڼې د يو راپور ترمخه د کال ۲۰۱۹ په جريان کې پاکستان کې لږترلږه ۴۵۰۰ د انساني قاچاقو قضيې را وړاندې شوې او تر ۱۶۵۰ پورې انساني قاچاقبران نیول شوي دي.
اروپا ته په ناقانونه طريقو تلونکو کسانو د شمېرې لوړېدو سره د اروپايي هېوادونو لخوا پاکستان ته د انساني قاچاق له مخنيوي په هکله ليکونه رالېږل شوي دي.د آلمان، ترکيې او يونان په شکايتونو د پاکستان مرکزي تحقيقاتي ادارې (ايف ايي ای) د انساني قاچاقبرانو پرضد عمليات پېل کړل او شاوخوا ۴۵۰۰ د انساني قاچاقو قضيې ثبت شوې دي. دغه راز لږترلږه ۱۶۵۰ قاچاقبران او د دوی همکاران نيول شوي.
د کال ۲۰۱۹ په جريان کې ۳۰۲۷ تنو ته د انساني قاچاق په تړاو سزا ورکړل شوې چې پکې زياتره کسانو د پنجاب ولسوالۍ سره تعلق لرلو.