د افغان پناه غوښتونکو د همغږۍ ټولنه ماشومانو لپاره ځانګړي پروګرامونه لري. کرېډېټ: ترکیه کې د افغان پناه غوښتونکو د همغږي ټولنه
د افغان پناه غوښتونکو د همغږۍ ټولنه ماشومانو لپاره ځانګړي پروګرامونه لري. کرېډېټ: ترکیه کې د افغان پناه غوښتونکو د همغږي ټولنه

ترکیه کې د افغان پناه غوښتونکو د همغږۍ ټولنې په کال ۲۰۰۹ کې په غیر رسمي توګه خپل فعالیتونه پیل کړل. یاده ټولنه چې په ۲۰۱۴ کې ترکیه کې په رسمي توګه ثبت او راجسټره شوې د ترکیې په ځینو ښارونو کې افغان کډوالو ته بېلابېل پروګرامونه جوړوي. کډوال نیوز د دې ټولنې مشر محمد علي حکمت سره ځانګړه مرکه کړې ده.

که څه هم د افغان پناه غوښتونکو د همغږۍ ټولنې مرکز د ترکیې په قیصري ښار کې موقعیت لري، خو یاده ټولنه د ترکیې په ځینو نورو سیمو کې هم فعالیت کوي او افغان کډوالو ته ښوونیز و روزنیز پروګرامونه جوړوي. د ټولنې مشر ۴۰ کلن محمد علي حکمت د افغانستان په غزني ولایت کې زېږېدلی او په ۲۰۰۵ کې د کابل د پولیتخنیک پوهنتون څخه فارغ شوی دی. نوموړی چې په ۲۰۰۹ کې ترکیې ته تللی، اوس له خپلې ښځې او له خپلو دوو ماشومانو سره د ترکیې په قیصري ښار کې ژوند کوي. له ښاغلي حکمت سره مرکه.

کډوال نیوز: د ټولنې د جوړېدو مفکوره څنګه او کله پیدا شوه؟ په لومړي سر کې مو د ټولنې د جوړولو هدف څه و او څنګه او کله مو جوړه کړه؟

محمد علي حکمت: زه په ۲۰۰۹ کال کې له افغانستانه ترکیې ته راغلم. د نورو کډوالو په څېر مې اصلي ستونزه د ژبې ستونزه وه. ترکیه کې دا مفکوره را سره پیدا شوه چې که څه هم موږ له ځینو هیوادو سره ورته فرهنګي ارښتونه لرو، خو د خپلو چارو د پر مخ وړلو لپاره د کوربه هیواد ژبې سره اشنایي ضروري ده. ځکه چې ژبه د اړیکو ټینګولو بنسټ بلل کېږی. له ځان سره مې وویل چې باید داسې یوه حل لاره وموندل شي چې ترکیې ته د تازه رسېدونکو کډوالو ستونزې هوارې کړي. دوی باید وکولی شي چې خپلې ستونزې له چارواکو سره شریکې کړي. لومړۍ غوښتنه مې دا وه چې کډوالو ته باید د ژبې کورسونه جوړ کړل شي. خو وروسته دا مفکوره هم راسره پیدا شوه چې باید داسې یو مرکز جوړ شي چې د افغان کډوالو د راټولېدو ځای وي. داسې یوه رسمي مرجع چې د کډوالو د ستونزو د هوارولو لپاره هم له ترکیې چارواکو سره په تماس کې وي او هم له ملګرو ملتونو سره. دا مو مفکوره وه. په ۲۰۰۹ کې د افغان ځوانانو یوې ډلې، چې زه هم پکې وم، په غیررسمي او رضاکارانه توګه خپل کار پیل کړ. کار مو تر ۲۰۱۴ پورې همداسې روان و. خو ۲۰۱۴ کې مو ټولنه په رسمي توګه ثبت او راجسټره شوه او اوس د ترکیې د کورنیو چارو وزارت تر نظر لاندې فعالیت کوي. باید زیاته کړم چې له دغې پخوانۍ ډلې څخه اوس یوازې دوه درې تنه ترکیه کې پاتې دي او ډېری یې اروپایي هیوادونو ته تللي دي. اوس مو د ټولنې مرکز په قیصري ښار کې دی خو په وان، ترابزون، قونیه او کریکالا کې هم څانګې لري.

                    

کډوال نیوز: د ټولنې پروګرامونه څه دي؟ په کومو برخو کې له کډوالو سره مرسته کوئ او څنګه؟

محمد علي حکمت: زموږ ټولنه په ځانګړې توګه په ښوونیزو او روزنیزو برخو کې له مهاجرو سره مرسته کوي. موږ کډوالو ته د انګلیسي او ترکي ژبې کورسونه برابروو. دغه راز ښځو ته د سواد اموزۍ کورسونه هم لرو. بله مسله د کډوالو د ظرفیت د لوړولو مسله ده. په دې برخه کې بېلابېل پروګرامونه لرو: د بېلګې په توګه ماشومانو ته د نقاشۍ ورکشاپونه، ښځو ته د ارایشګرۍ ورکشاپونه، د کمپیوتر د زدکړې په برخه کې کورسونه او یا هم د موسیقۍ کورسونه. موږ له ځینو سازمانو سره ګډ کار کوو. د بېلګې په توګه په تېرو څلورو میاشتو کې مو له یوې پروژې څخه ۳۹۰۰ کسانو ګټه اخیستې ده. دغه پروژه کې بېلابېل پروګرامونه شامل وو. یوه برخه یې دا وه چې ښځو ته د رب یا د مربا د جوړولو په برخه کې لارښونه وکړي.

په اداري چارو کې هم له کډوالو سره مرسته کوو. د بېلګې په توګه هغوی ته عریضه ورکوو چې ادارو ته یې ورکړي، هغوی ته د اداري مراحلو  په برخه کې معلومات ورکوو، که مالي وضعیت یې ښه وي خصوصي وکیل ورته معرفي کوو، خو که مالي وضعیت یې ښه نه وي دولتي وکیلانو ته یې معرفي کوو.

کډوال نیوز: کډوال څنګه له تاسو سره تماس اخیستلی شي؟

محمد علي حکمت: بېلابېلې طریقې شته. موږ یوه فېسبوک پاڼه لرو چې کډوال موږ ته پکې پیغام استولی شي. دوی دغه راز د ټولنې شمېرې ته زنګ وهلی شي. وتسپ او تلګرام هم لرو. په تلګرام کې مو یو ګروپ جوړ کړی چې د شپې له خوا (له ۸ تر ۱۱ بجو پورې) فعال دی. دوی موږ ته پیغام استولی شي.

               

کډوال نیوز: تاسو د خپلې ټولنې د کار پایلې او اغېزې څنګه ارزوئ؟ کوم سازمانونه له تاسو سره مالي مرسته کوي؟

محمد علي حکمت: باید ووایم چې زموږ په شان یو سازمان په یوازیتوب سره ټولې ستونزې نه شي هوارولی. زموږ ټولنه تر یوه حده پورې له خپل کار څخه راضي ده، نظرپوښتنې ښيي چې ترکیه کې مېشت افغان کډوال زموږ د ټولنې په اړه مثبت نظرونه لري. خو په کارونو کې مو نیمګرتیاوې هم شته.

ټولنه کې مو اکثره کسان په رضاکارانه توګه کار کوي. موږ د رضاکارو کسانو یوه داسې شبکه جوړه کړې چې د ترکیې په ۶۷ سیمو کې فعاله ده. که په کومه سیمه کې کومه ستونزه رامنځته شي نو نورو ته د یادې موضوع په اړه اطلاع ورکول کېږي. بیا زموږ ټولنه پرېکړه کوي چې ایا د دغې ستونزې د هوارولو لپاره اقداماتو ته اړتیا شته که نه. که اقداماتو ته اړتیا وي نو ټولنه پخپله اقدامات کوي او د ستونزې د هوارولو لاره مومي. دغه شبکه د متخصصو کډوالو څخه جوړه شوې ده. خو د ټولنې یوه بله برخه هغه کسان دي چې معاش اخلي. دې برخه کې موږ له نړیوالو سازمانونو څخه پروژې اخلو، لکه د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان، اروپایي ټولنې یا هم ځینو سفارتونو څخه.


کډوال نیوز: ترکیه کې د افغان کډوالو د وضعیت په هکله څه نظر لرئ؟ ایا وضعیت د تېرو کلونو پرتله ښه شوی؟

محمد علي حکمت: کله چې ترکیه کې د افغان کډوالو په هکله خبرې کوو، باید دغه هیواد کې د کډوالو عمومي وضعیت په پام کې ونیسو. تاسې پوهېږئ چې نن سبا په میلیونونو سوریایان ترکیې ته راغلي او همدلته د پناه غوښتونکو په توګه ژوند تېروي. دا یوه طبیعي خبره ده چې ترکي چارواکو دغو کسانو ته ډېره پاملرنه وکړي. د ملګرو ملتونو اداره هم سوریایانو ته ځانګړې توجه کوي. خو نن سبا ترکیه وایي چې په تېرو څو وختونو کې دغه هیواد ته راغلي کسان تر ډېره افغانانان دي. تر دې دمخه چارواکو ویلي وو چې تېر کال ۲۰۰ زره افغانان یي په پولو کې نیولي دي. که څه هم ترکیه له ایران سره پر خپلو پولو کې خنډونه جوړ کړي خو بیا هم افغانان ترکیې ته ځانونه را رسوي. د ترکیې اوسنی سیاست دا دی چې پر افغان چارواکو فشار راولي تر څو دوی ترکیې ته د افغان کډوالو د راتګ مخه ونیسي. د ترکیې بل اقدام دا دی چې هر کال زیات شمېر افغانان بېرته افغانستان وشړي. د ترکیې د کډوالۍ ادارې تېر نومبر پر خپله ټویټر پاڼه ولیکل چې په تېرو درېو کلونو کې یې ۹۳ زره افغانان بېرته افغانستان ته اخراج کړي. په عمومي توګه وضعیت یو څه پیچلی دی، خو موږ هیله لرو چې د حل یوه لاره وموندل شي. 


قیصري ښار کې د افغان پناه غوښتونکو د همغږۍ ټولنې پته: Gevher Nesibe Mah. Atatürk Bulv. No:62 2. kat Kocasinan Kayseri

 

نورې ليکنې