نن سبا نږدې ۱۴۰۰ کډوال د مالتا په توقیف خونو کې په بند کې دي. کرېډېت: ان دیاندرا لوارن/کډوال نیوز
نن سبا نږدې ۱۴۰۰ کډوال د مالتا په توقیف خونو کې په بند کې دي. کرېډېت: ان دیاندرا لوارن/کډوال نیوز

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې نن سبا د مالتا په دوو توقیف خونو کې تر ۱۴۰۰ ډېر کډوال په بند کې دي. د مالتا د کورنیو چارو وزارت وایي چې د دې وضعیت پړه د اروپایي هیوادونو پر غاړه ده.

نن سبا د مالتا په مارسا او هال سافي توقیف خونو کې تر ۱۴۰۰ ډېر کډوال په بند کې دي. مارسا د مالتا پلازمېنې لا والت ته نږدې او هال سافي د مالتا په سوېلي سیمه کې موقعیت لري. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو اداره وایي چې یادو توقیف خونو کې ځینې کسان له ۵ میاشتو راهیسې په بند کې دي.

بل پلو د مالتا حکومت وایي چې یاد کسان یې د روغتیایي ازموینو له پاره توقیف خونو ته استولي دي او دوی باید د دوو اونیو په موده کې توقیف خونو کې وي. خو په عمل کې ځینې کډوال له میاشتو راهیسې په بند کې دي او خپلو شخصي وسایلو له ټېلېفون او پیسو ته هم لاسرسی نه لري.

مالتا کې د ملګرو ملتونو ادارې استازي کاهین اسماعیل د جنورۍ په ۴مه د مالتایي چارواکو دغه کار ناقانونه وباله او زیاته یې کړه چې پرته له دلیله څوک د کډوالو د بندي کولو صلاحیت نه لري.

۲۰۱۹ کې مالتا ته د رسېدونکو کډوالو شمېر لوړ شوی

په همدې حال کې د مالتا د کورنیو چارو وزیر مایکل فروګیا په خپله ټویټر پاڼه لیکي چې مالتا له کډوالو ډکه شوې او تر اوسه پورې اروپایي هیوادونو د دې ستونزې د هوارولو لپاره له دغه هیواد سره کومه مرسته نه ده کړې. نوموړي زیاته کړې چې مالتا غوښتنه کړې وه چې پر نورو اروپایي هیوادونو د یادو کډوالو د وېشلو لپاره له مالتا سره مرسته وشي، خو هېڅ اروپایي هیواد دغې غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ورکړی.

۲۰۱۹ کې نږدې ۳۴۰۰ کډوال په کښتیو کې مالتا ته رسېدلي دي.

اروپایي ټولنه مالتا، یونان او قبرس سره مرسته کوي

بل لور ته د اروپا د پناه غوښتنې ادارې د سه شنبې په ورځ (د جنورۍ ۷مه) اعلان وکړ چې په کال ۲۰۲۰ کې مالتا، یونان او قبرس کې د خپلو عملیاتو کچه لوړوي او یادو هیوادو ته نوي کارکوونکي استوي.

د یادې ادارې په حواله نوي کال کې به دغو هیوادونو کې د اروپا د پناه غوښتنې اژانس کارکوونکو شمېر لوړېږي خو ایټالیا کې به د یادې ادارې د کارکوونکو شمېر کې کموالی راشي. د ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو پر مهال د ایټالیا د پخواني لومړی وزیر ماتیو سالویني د کډوالو ضد سیاست له کبله یاد هیواد کې د رسېدونکو کډوالو په شمېر کې کموالی راغی.

د نړیوال مهاجرت سازمان له مخې په ۲۰۱۹ کې نږدې ۱۱۱ زره کسان د سمندر له لارې اروپا ته رسېدلي دي.

د مالتا په هال فار مرکز کې کډوال په کانتینرونو کې ژوند کوي. کرېډېټ: ان دیاندرا لوارن/کډوال نیوز

په ۲۰۲۰ کې به د اروپا د پناه غوښتنې ادارې ۲۰۰۰ کارکوونکي، ژباړونکي او سرتېري مالتا، یونان او قبرس ته استوي. یاده اداره دغه راز یونان ته ۵۵۰ او قبرس ته ۱۲۰ کارکوونکي لېږي.

دغه اروپایي اداره زیاتوي چې د پناه غوښتنې برخې کارکوونکو سره د مرستې او د پناه غوښتونکو د هرکلي شرایطو د ښه کولو لپاره ۶۰ کارکوونکي مالتا ته لېږدوي. د نوموړې ادارې په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پرسونل له مسلکي کسانو جوړ شوی او د مالتا د کډوالو په هرکلي مرکزونو کې به په تخنیکي مواردو کې له مالتایي چارواکو سره مرسته کوي.

د کډوالۍ نړیوالې ادارې له مخې تېر کال مدیترانه کې ‍۱۲۸۳ کسان مړه شوي دي.

 

نورې ليکنې