کم سنه کډوال ریحان خان (په منځ کې) د فرانسې په کالې ښار کې. کرېډېټ: مهدي شبیل
کم سنه کډوال ریحان خان (په منځ کې) د فرانسې په کالې ښار کې. کرېډېټ: مهدي شبیل

تېره ورځ د برتانیا پارلمان پرېکړه وکړه چې د برګزیټ له لایحې څخه د کدوالو ماشومانو حمایوي تدابیر وایستل شي. پرېکړې برتانیا پارلمان کې د مهاجرو ماشومانو د حقونو مدافع غړو غبرګونونه راپارولي دي.

تېره ورځ د برتانیا د ولسي جرګې ۳۴۸ غړو په برګزیټ لایحه کې هغه تعدیل تصویب کړ چې له مخې به یې له اروپایي ټولنې څخه د د دغه هیواد تر وتلو وروسته اروپایي هیوادونو کې بې سرپرسته ماشومان برتانیا کې له خپلو کورنیو سره یو ځای نه شي کېدای.  

دا په داسې حال کې ده چې د برتانیا د پخوانۍ لومړۍ وزیرې تېرزا مې په برګزیټ لایحه کې دغه حق تضمین شوی و.

په همدې حال کې د برتانیا د ولسي جرګې ځینو غړو د پارلمان دغې پرېکړې پر وړاندې غبرګون ښودلی دی.  

برتانوۍ ورځپاڼې ګارډین د کارګر ګوند الف دبز له قوله ویلي چې د ماشومانو پر وړاندې د بوریس جانسون حکومت لومړی اقدام «مایوس کوونکی» دی. نوموړي دغه پرېکړه د برتانیا د «بشردوستانه دود» څخه تېروتنه بللې او زیاته یې کړې چې دغه زیان منونکي کسان به د دې پرېکړې له امله د فرانسې په شمالي سیمو او د یونان په ټاپوګانو کې له ګواښونو سره مخ کېږي.

نوموړي دا هم ویلي چې راتلونکې اونۍ به د برتانیا په مشرانو جرګه کې د دغه حق د بیا ترلاسه کولو لپاره خپلې مبارزې ته ادامه ورکوي.  

بل پلو د برتانیا د لومړي وزیر دفتر ویلي ډاډمن دی چې د کډوالو ماشومانو د حقونو ساتنه وکړي. د بوریس جانسون دفتر د رسنیو سره د اړیکو سکرټر زیاته کړې چې د ماشومانو ساتنه د نوي حکومت پالیسي ده، خو د لومړي وزیر دفتر ځان اړ نه بولي چې دغه حق د برګزیت په لایحه کې تصریح کړي.  

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: د کډوالو په اړه د برتانیا د نوي لومړي وزیر پالیسي څه ده؟ 


 

نورې ليکنې