اسپانوي چارواکي وایي چې د چهارشنبې په ورځ یې د دغه هیواد د قناري ټاپوګانو په ساحلي اوبو کې یې د افریقایي کډوالو په یوه کښتۍ کې د یوه نوي زېږېدلي ماشوم جسد موندلی دی.
اسپانوي چارواکو د چهارشنبې په ورځ وویل چې د قناري ټاپوګانو په ساحلي اوبو کې یې د کډوالو په یوه کښتۍ کې د یو نوي زېږېدلي ماشوم جسد موندلی دي.
د قناري ټاپوګانو ژغورونکو زیاته کړې چې یاده کښتۍ چې ۴۳ کسان پکې سپاره ول د ارسیف بندر به ۱۵ مایلۍ کې موندل شوې ده.
د بیړنیو خدماتو یوې ویاندې د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې یاد ماشوم په همدې کښتۍ کې زېږیدلی و، خو ټاپوګانو ته تر رسېدو مخکې ومړ.
Localizada patera a 15 millas de Arrecife #LANZAROTE con 43 personas, entre ellas una mujer embarazada que según manifiestan desde la embarcación ha dado a luz durante la travesía.
— 1-1-2 Canarias (@112canarias) January 8, 2020
تر اوسه پورې د یاد ماشوم د مرګ لاملونه په ډاګه شوي نه دي خو د ماشوم مور، یوه بله مېندواره ښځه او او یو ۱۲ کلن کډوال روغتون ته وړل شوي دي. ژغورونکو زیاته کړې چې دغه کښتۍ کې افریقایان سپاره ول او د جنورۍ په ۵مه یې خپل سفر پیل کړی و.
په داسې حال کې چې لیبیا کې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دی، هره ورځ ګڼ شمېر کډوال هڅه کوي چې د اتلانتیک اوبو له لارې قناري ټاپوګانو ته ځانونه ورسوي.
Personal del #SUC junto a @CruzRojaLP asisten a los 43 ocupantes de la patera localizada en la costa de #LANZAROTE y confirman el fallecimiento del recién nacido, así como el traslado al hospital de la Isla de dos mujeres y un menor. Intervienen Policía Local y @guardiacivil
— 1-1-2 Canarias (@112canarias) January 8, 2020
نن سهار دوه کښتۍ یادې سیمې ته رسېدلې: په فورت اوانتورا کښتۍ کې ۵۶ او په ګران کاناریا کښتۍ کې ۷ کسان سپاره دي.
د اسپانیا د کورنیو چارو وزارت په حواله تېر کال ۳۲ زره کسان مرکزي اسپانیا ته او ۲۹۸۶ تنه نور قناري ټاپوګانو ته رسېدلي دي.
د کډوالۍ نړیوالې ادارې د شمېرو له مخې په ۲۰۱۹ کې نږدې ۱۳۰۰۰۰ کسانو اروپا ته ځانونه رسولي دي. دا په داسې حال کې تر ۱۳۰۰ ډېر کسان په سمندر کې مړه شوي دي.