کرېډېټ: پیکسابي
کرېډېټ: پیکسابي

د اروپا څخه د ناقانونه پاکستاني کډوالو د اخراج لړۍ روانه ده او د نوي کال ۲۰۲۰ په لومړۍ اونۍ کې ۳۱ پاکستانيان له آلمان څخه اخراج کړل شول.

ياد تنان د تېرې سه شنبې په ورځ يوې خصوصي الوتکې له آلمان څخه د اسلام اباد نړيوال هوايي ډګر ته راوړل چې د پاکستان د مرکزي تحقيقاتي ادارې (ايف ايي ای) چارواکو دوی په خپل توقيف کې کړل. 

دولس تنانو ته خپلو کورونو ته د تللو اجازه ورکړل شوه ولې باقي پاتي کسان د ايف ايي ای چارواکو د پلټنو لپاره خپل مرکز ته منتقل کړل.

د کال ۲۰۱۹ په جريان کې هم آلمان د دوه سوه څخه زيات پاکستاني کډوال اخراج کړي وو. زياتره تنان آلمان ته په ناقانونه طريقو تللي وو او هغلته د پناه د غوښتنليکونو د رد کېدو نه پس پاکستان ته راولېږل شول.

   


 

نورې ليکنې