د ۲۰۱۹ په سپتمبر کي د اتریش د بیا ټاکل شوي مشر، ځوان چانسلر زباستیان کورتس د سه شنبې په ورځ د وفادارۍ لوړه وکړه. خو نوموړي د اتریش د شین ګوند سره د ائتلافي حکومت د جوړولو سربېره د دغه هیواد د کډوالۍ پالیسي نه بدلوي.
تر ۷ میاشتو غیرحاضۍ وروسته سباستیان کورتس د اتریش حکومت ته بېرته راغلی دی. دغه ځوان چانسلر له شین ګوند سره تر څو میاشتو خبرو اترو وروسته د سه شنبې په ورځ (د جنورۍ ۷مه) د وفادارۍ لوړه وکړه.
د اتریش شین ګوند د سپتمبر په ټاکنو کې دویم مقام ترلاسه کړ او د اتریش په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره په دغه هیواد کې واک ته ورسېد. د اتریش پخواني ایتلاف د ښې اړخې ګوند (FPO) سره جوړ شوی و.
Es ist eine große Ehre, #Österreich wieder als Bundeskanzler dienen zu dürfen. Mein Team und ich werden weiterhin das Beste geben, um unseren Kurs für Österreich fortzusetzen! 🇦🇹 pic.twitter.com/UmLpUwMtT3
— Sebastian Kurz (@sebastiankurz) January 7, 2020
ټاکنو کې د شین ګوند تر بریا وروسته سباستیان کورتس وویل
چي له دغه ګوند سره به جوړ جاړی کوي. په دغه ایتلافي تړون کې راغلي چې د اتریش
حکومت به د دغه هیواد د اقلیمي بدلون سیاست جوړوي. تړون کې دا هم راغلي چې حکومت
به په اداري او حکومتي چارو کې د ړونتیا د رامنځته کولو ژمن دی.
خو مهمه خبره دا ده چې ښاغلی کورتس نه غواړي خپل د کډوالۍ پخواني سیاست کې بدلون راولي.
نوموړي ویلي چې د کډوالۍ او امنیت په برخو کې به یوه ثابته پالیسي ولري.
دغه ځوان مشر دا هم ویلي چې هغه پر اروپایي هیوادونو د هغو کډوالو د وېشلو مکانیزم سره مخالف دی کوم چې د مدیترانې څخه ژغورل کیږي. اوس مهال یوازې ۴ اروپایي هیوادونه دغه پروسه کې برخه اخلي: فرانسه، جرمني، ایټالیا او مالتا.
زباستیان کورتس په ۲۷ کلني کې د بهرنیو چارو وزیر په توګه ټاکل شوی و. په کال ۲۰۱۶ کې یې د کډوالو پر مخ د بالکان لارې بندولو وړاندیزکړی و. هغه د خپلې سیاسي کورنۍ په شان د مهاجرت خلاف دی. د ښاغلي کورتس سیاسي تګ لاره د اتریش د ښې اړخې ګوند په څېر ده. د همدې لپاره نوموړی په ۲۰۱۷م کال کې واک ته تر رسېدو وروسته د یاد ګوند سره ایتلاف کړی و.
تېر سپتمبر د شین ګوند مشر ورنر کوګلر د ښاغلي کورتس په اړه وویل چې د هغه په اند نوموړی ازادې مفکورې لري.
سباستین کورتس تر ټاکنو وروسته هڅه وکړه چې د ائتلافي حکومت د جوړلو لپاره له دغه ګوند سره خبرې اترې وکړي. په دغو خبرو اترو کې مسله په دویمه درجه کې مطرح وه او اصلي خبرې د اقلیمي بدلون په اړه وې.
خو په همدې حال کې د اتریش ولسمشر الکساندر وان ډیر بیلن ښاغلي کورتس ته ویلي چې د محافظه کار او شین ګوندونو تر منځ ائتلاف ماتېدونکی ده: «اتریش له تاسو څخه ډېر څه تمه کوي. هغه اعتماد چې دوی یې تاسو ته کړی اوس باید پیاوړی شي، ځکه چې زموږ ډیموکراسي او زموږ ارګانونه د خلکو باور پر بنسټ ولاړ دي.»