کرېډېټ: د سي واچ ۳ له ټویټر پاڼې څخه
کرېډېټ: د سي واچ ۳ له ټویټر پاڼې څخه

د کډوالو ژغورونکې کښتۍ سي واچ ۳ وایي چې نن سهار وختي یې د مالتا په ساحلي اوبو کې ۴۲ کډوال ژغورلي دي. دا په داسې حال کې چې یادې کښتۍ د پنجشنبې په ورځ د دوو بېلابېلو عملیاتو پر مهال نږدې ۸۰ کډوال د لیبیا له ساحلي اوبو څخه ژغورلي وو.

ژغورونکې کښتۍ سي واچ ۳ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې نن سهار وختي یې د مالتا له ساحلي اوبو څخه ۴۲ کډوال ژغورلي دي. که څه هم د یادو کډوالو کښتۍ تېره ورځ په مدیترانه کې لیدل شوې وه، خو مالتایي چارواکو نه غوښتل چې د ژغورنې لپاره یې اقدامات وکړي.

تېره ورځ مدیترانه کې د کډوالو د ژغورنې تېلېفوني پلتفورم الارم فون په خپله ټویټر پاڼه ولیکل چې یوه کښتۍ کې سپرو کسانو ورته زنګ وهلی او د خپل خراب وضعیت په اړه یې اطلاع ورکړې. د یاد پلتفورم په حواله دغه کښتۍ کې ماشوم هم سپاره ول.

د یو بل خبر له مخې تېره شپه سي واچ ۳ کښتۍ ۱۷ تنه نور له سمندره وژغورل. د سي واچ سازمان په ټویټ کې راغلي چې دغه کسان ټول لیبیا کې له جګړې او شکنجو څخه تښتېدلي دي. 

د نوي کال لومړۍ ژغورنه

پنجشنبه سهار (د جنورۍ ۹مه) سي واچ ۳ د لیبیا په ساحلي اوبو کې نږدې ۶۰ کسان وژغورل. د مون برد په نامه بشردوستانه الوتکې د دغو کډوالو کښتۍ د لیبیا د صبراتا ښار په ۲۴مایلۍ کې لیدلې وه.   

تر اوسه د ژغورل شویو کره شمېر، عمرونه او ملیتونه لا نه دي په ډاګه شوي.

د سي واچ سازمان ژغورونکو تېره ورځ وویل چې مدیترانه کې د هوا حالاتو له ښه والي سره ممکن ځینې نور کسان هم له سمندره د تېرېدو هڅه وکړي.

بل لور ته ځینو هغو کډوالو چې په لیبیا کې بند پاتې دي کډوال نیوز ته ومنله چې د دغه هیواد په ځینو ښارونو لکه صبراتا او زوارا کې د کډوالو کښتۍ مدیترانې ته د تګ لپاره تیاری نیسي.

د سي واچ او مون برد په حواله تېره ورځ د لیبیا ساحلي ګارد لږترلږه د مهاجرو دوې کښتۍ درولې او کښتیو کې سپاره کډوال یې لیبیایي توقیف خونو ته استولي دي.

 

نورې ليکنې