کرېډېټ: رویترز، جیورجوس موتافیس
کرېډېټ: رویترز، جیورجوس موتافیس

د شنبې په ورځ (د جنورۍ ۱۱مه) د ترکیې او یونان په ساحلي اوبو کې د دوو کښتیو د ډوبېدو پېښو کې لږترلږه ۲۳ کډوال مړه شوي دي. چارواکو ویلي چې د وژل شویو په ډله کې ۸ ماشومان هم دي.

د ترکیې دولتي اژانس انادولو په حواله د شنبې په ورځ د ترکیې په ساحلي اوبو کې د کډوالو یوې کښتۍ د ډوبېدو پېښه کې د ۸ ماشومانو په ګډون ۱۱ کډوال وژل شوي دي. تر اوسه د مړه شویو هویت نه دی معلوم.

سرچینې زیاته کړې چې دغه کښتۍ د ترکیې په سوېلي سیمه چشمې بندر ته نږدې ډوبه شوې ده.

۱۲ تنه نور د یونان په ساحلي اوبو کې مړه شوي

د ترکیې په ساحلي اوبو کې د کډوالو د کښتۍ تر ډوبېدو څو ساعته وروسته یوه بله بېړۍ د یونان پاکسي ټاپو ته نږدې ډوبه شوه. پېښه کې لږترلږه ۱۲ کسان مړه شوي دي. د چارواکو په حواله د ډوب شویو کډوالو شمېر له دې هم لوړېدلی شي ځکه یاده کښتۍ کې نږدې ۵۰ کسان سپاره ول او یوازې ۲۰ تنه یې ژغورل شوي دي.

د یادو کډوالو د ژغورنې عملیات د یونان ساحلي سرتېري او دوې چورلکې له خوا ترسره شوي دي.

په تېرو پنځو کلونو کې مدیترانه کې لږترلږه ۱۹۱۶۴ کډوال مړه شوي دي. د کډوالۍ نړیوالې ادارې د شمېرو له مخې یوازې په کال ۲۰۱۹ کې مدیترانه کې د وژل شویو شمېر ۱۲۸۳ تنو ته رسېږي.

بل پلو د یونان ساحلي سرتېرو ویلي چې له تېرې جمعې راهیسې یې اژه سمندر کې شاوخوا ۷۳ کسان ژغورلي دي.

 

نورې ليکنې