له ارشیف څخه: سرتېري د مقدونیې په پوله کې. کرېډېټ: پیکچر الاینز/جرجلي کېلمن
له ارشیف څخه: سرتېري د مقدونیې په پوله کې. کرېډېټ: پیکچر الاینز/جرجلي کېلمن

د شمالي مقدونیا چارواکي وایي چې د جمعې په ورځ یې له یونان سره ګډې پولې ته نږدې له مال وړونکو اورګاډو څخه ۶۲ کډوال موندلي دي.

د شمالي مقدونیا پولیسو ویلي چې د جمعې په ورځ (د جنورۍ ۱۰مه) یې د دغه هیواد په ګېوګلیا ښار کې ۴۲ کسان موندلي چې په اورګاډي کې یې ځانونه پټ کړي ول.

پولیسو زیاته کړې چې موندل شویو کې ۳۸ مراکشیان هم دي.

د یادو کډوالو تر موندلو څو ساعته وروسته د مقدونیې، اتریش او چک هیوادونو د پولیسو یوې ګډې ډلې ۲۰ نور کسان وموندل. موندل شویو کي د ۷ افغانانو او ۸ پاکستانیانو په ګډون ۳ مراکشیان او ۲ الجزایریان هم دي.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: شمالي مقدوینه: پولیسو د ۲۱ افغانانو په ګډون ۳۳ کډوال نیولي دي

موندل شوي کډوال، چې په ډله کې یې ۵ کم عمره کسان هم دي، یونان ته د اخراج په موخه د شمالي مقدونیې یو توقیف ځای ته انتقال شوي دي.  

د ځایي رسنیو په حواله اوسمهال د یونان او شمالي مقدونیې په ګډه پوله کې وضعیت ترینګلی دی او په تېرو څو وختونو کې ګېوګلیا ښار ته نږدې د یونان په ادومیني سیمه کې د کډوالو یو نوی کمپ جوړ شوی دی. 

که څه هم د بالکان مسیر له ۲۰۱۶ راهیسې تړلی دی، خو لا هم په زرګونو کډوال له دغې لارې لوېدیځي اروپا ته د تلو هڅه کوي. دوی په معموله توګه انساني قاچاق وړونکو ته ډېرې پیسې ورکوي، چې له تړلو سرحدونه څخه یې تېر کړي. 


 

نورې ليکنې