اوپن ارمز وایي د جنورۍ په ۱۰مه نېټه یې مدیترانه کې ۴۴ کډوال ژغورلي. کرېډېټ: د اوپن ارمز له ټویټر پاڼې څخه
اوپن ارمز وایي د جنورۍ په ۱۰مه نېټه یې مدیترانه کې ۴۴ کډوال ژغورلي. کرېډېټ: د اوپن ارمز له ټویټر پاڼې څخه

تېره جمعه د اوپن ارمز سازمان کښتۍ مدیترانه کې ۷۴ کډوال ژغورلي دي. اوسمهال یاده کښتۍ کې ژغورل شوي ۱۱۸ کسان سپاره دي. بل پلو سي واچ ۳ کښتۍ وایي چې له ۱۲۰ مهاجرو سره د یو امن بندر په لټه کې ده.

تېره جمعه (د جنورۍ ۱۰مه) د کډوالو ژغورنې کښتۍ اوپن ارمز په مدیترانه کې ۷۴ کسان ژغورلي دي. د یادو مهاجرو تر ژغورنې څو ساعته مخکې یادې کښتۍ د لیبیا په ساحلي اوبو کې ۴۴ تنه نور ژغورلي وو.

اوپن ارمز په خپله ټویټر پانه لیکي چې ژغورل شویو کې مېندوارې ښځې او ماشومان هم دي. یاده کښتۍ زیاتوي چې اوس له ۱۱۸ مهاجرو سره  د یو امن بندر په لټه کې ده.

د سرچینې په حواله دغه ۷۲ کډوال تېره جمعه په داسې حال کې وژغورل شول چې د لیبیا په ساحلي اوبو کې په یوه له حده زیاته ډکه کښتۍ کې سپاره ول. خو دوه تنه نور له هغې وروسته ژغورل شوي چې د لیبیایي سرتېرو له یوې کښتۍ څخه یې ځانونه اوبو ته وغورځول.

د یو بل خبر له مخې اوپن ارمز کښتۍ د جمعې په سهار د لیبیا په ساحلي اوبو کې ۴۴ تنه نور ژغورلي دي.

بل پلو سي واچ ۳ کښتۍ ویلي چې د ژغورل شویو ۱۲۰ کډوالو د ښکته کېدو لپاره د ایټالیا او مالتا په لور روانه ده. یاد کډوال د پنجشنبې او جمعې په ورځو له مدیترانې څخه ژغورل شوي وو.

په همدې حال کې د بې سرحده ډاکټرانو او اس او اس مدیترانې کښتۍ اوشېن وایکنګ ویلي چې د کډوالو د ژغورنې لپاره د مرکزي مدیترانې په لور روانه ده.

اوشېن وایکنګ د مرکزي مدیترانې په لور روان دی. کرېډېټ: vesselfinder.com

 

نورې ليکنې