د ۲۰۱۹ د مارچ ۱۳مه: ګڼ شمېر کډوال هڅه کوي چې په لاریو کې ځانونه برتانیا ته ورسوي. کرېډېټ: رویترز
د ۲۰۱۹ د مارچ ۱۳مه: ګڼ شمېر کډوال هڅه کوي چې په لاریو کې ځانونه برتانیا ته ورسوي. کرېډېټ: رویترز

د برتانوي سازمان سېف پسېج یو رپوټ ښیي چې په تېره لسیزه کې تر ۱۰ زره ډېرو ماشومان له خطرناکو لارو څخه ځانونه برتانیا ته رسولي دي. دغه سازمان زیاتوي چې د برتانیا حکومت باید ماشومانو ته د پناه غوښتنې د وړاندې کولو اسانه او امنه زمینه برابره کړي.

برتانوی سازمان سېف پسېج وایي چې برتانیا ته د رسېدونکو کم عمره کډوالو ۹۰ سلنه یې په ناقانونه توګه دغه هیواد ته ننوتلي او بېلابېل خطرونه یې پر ځانونو منلي دي.

د سېف پسېج دا رپوټ په داسې حال کې خپرېږي چې تېره اونۍ د برتانیا پارلمان پرېکړه وکړه چې د برګزېټ یا له اروپایي ټولنې څخه د برتانیا د وتلو لایحې نه د کډوالو ماشومانو حمایوي تدابیر و ایستل شي. د دې پرېکړې له مخې به له اروپایي ټولنې څخه د برتانیا تر وتلو وروسته اروپایي هیوادونو کې بې سرپرسته ماشومان برتانیا کې له خپلو کورنیو سره یو ځای نه شي کېدلی.   

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: برتانیا: د برګزېټ له لایحې څخه د کډوالو ماشومانو حمایوي تدابیر ایستل کېږي

 د رسمي شمېرو پر بنسټ له کال ۲۰۱۰ راهیسې ۱۲۲۴۸ کم سنه کډوال د برتانیا له حمایوي خدماتو څخه برخمن شوي دي. د برتانیا د کورنیو چارو دغه هیواد ته د رسېدونکو ماشومانو شمېر ته په اشارې سره ویلي چې له زیان منونکو ماشومانو سره د ملاتړ یو داسې ریکارډ یې جوړ کړی چې د «ویاړ وړ» دی.

دا په داسې حال کې چې په تېره لسیزه کې یوازې ۷۰۰ کم عمره کسان رسمي لارو څخه برتانیا ته رسېدلي دي.

برتانوۍ ورځپاڼې ګارډین د سېف پسېج غړې جنین واکر له قوله ویلي چې «ګڼو ماشومانو برتانوي سواحلو ته د رسېدو لپاره یې وېروونکي سفرونه کړي دي.»

د برتانیا د ځینو حقوقي بنسټونو ارزونې ښيي چې په هرو لسو کم سنه کډوالو کې ۹ تنه یې په لاریو کې دغه هیواد ته ځانونه رسولي دي.

د ویلسون حقوقي بنسټ کارکوونکې ګیولیا ترانچینا د هغو ۵۰ کم عمره کډوالو کېسونه ارزولي چې په لاریو کې یې برتانیا ته د رسېدو هڅې کړې دي. نوموړې ګارډین ته منلې چې دغه ماشومان په رواني ناروغیو اخته دي او په لاره کې یې ګڼې ستونزې درلودې. د آغلې ترانچینا په حواله زیات شمېر کډوال د مهاجرت په لاره کې شکنجه شوي او لاریو کې د سپرېدو لپاره یې په میاشتو میاشتو انتظار کړی دی.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: د کډوالو په اړه د برتانیا د نوي لومړي وزیر پالیسي څه ده؟ 

جنین واکر زیاتوي چې برتانیا ته د راتګ لپاره د قانوني او امنو لارو د نشتوالي له امله کم عمره کډوال بېلابېل خطرونه پر ځانونو مني. د نوموړې په حواله برتانوي چارواکي باید ماشومانو ته د پناه غوښتنې د وړاندې کولو اسانه او خوندي لاره برابره کړي.

تېره شنبه د بشري حقونو مدافع بنسټونو لکه د بخښنې نړیوال سازمان، رفیوجي کونسل او سېف د چلدرن پر برتانوي چارواکو نیوکه وکړه چې دوی دغه هیواد ته د ماشومو کډوالو د راتلو مخه نیسي او نه پرېږدي چې دغه زیان منونکي کسان له خپلو کورنیو سره یو ځای شي. 

 

نورې ليکنې