یونان کې د ۱۲«امنو هیوادونو» د لېست تر جوړېدو وروسته د بشري حقونو مدافع بنسټونه دغه هیواد کې د د پناه غوښتنې پروسې د سختېدو په اړه اندېښنې ښيي. د دغو بنسټونو په حواله د یونان نوی لېست د ځینو مهاجرو او په ځانګړې توګه د همجنس پالو ژوند له ګواښ سره مخوي. مرکه.
د یونان حکومت د ۱۲ هغو هیوادونو لېست جوړ او خپور کړی کوم چې خوندي بلل کېږي. البانیا، الجزایر، ارمنستان، ګامبیا، ګرجستان، ګانا، هند، مراکش، سنېګال، تونګا، تونس او اوکراین د دغو ۱۲ «امنو» هیوادونو په ډله کې دي. په داسې حال کې چې له تېر کال راهیسې یونان ته د تازه رسېدونکو کډوالو په شمېر کې زیاتوالی راغلی، د یونان نوی لېست ښيي چې دغه هیواد غواړي د کډوالو پر وړاندې خپل سیاست لا سخت کړي.
په همدې حال کې د کډوالو حقونو مدافع بنسټونه د دغه لېست جوړول «یو اړخیز» اقدام بولي او د ګواښونو په هکله یې خبرداری ورکوي.
اټن کې د سولیدارېتي نو (Solidarity Now) د دفاع، څارنې او سیاسي چارو مشر لېفتریس پاپاجیاناکیس سره مرکه.
کډوال نیوز: دغه لېست د پناه غوښتنې په پروسه کې څه بدلون راوستلی شي؟
لېفتریس پاپاجیاناکیس: زه فکر کوم چې په دې مرحله کې باید پایلو ته انتظار وباسو، خو دا معلومه خبره ده چې هغه کسان چې له دغو ۱۲ هیوادونو څخه دي یونان کې د منل کېدو چانس نه لري، مګر دا چې دوسیې یې ډېرې جدي وي. بله خبره دا چې پناه غوښتونکي باید خپل کېسونه ثابت کړي. د بېلګې په توګه، هغه پناه غوښتونکي چې د دولت خلاف دي او تل په رسنیو کې لیدل کېږي د منل کېدو چانس یې لوړ دی، خو هغه کس چې په خپل کلي کې د خپلو جنسي تمایلاتو له کبله له ستونزو سره مخ دی یونان کې د قبلېدو چانس نه لري...
دې ته مو هم باید پام وي چې له دې وروسته به ممکن یونان کې د همجنس پالو وضعیت لا زیات سخت شي.
کډوال نیوز: ایا دغه ۱۲ هیوادونه خوندي دي؟
لېفتریس پاپاجیاناکیس: هر هغه هیواد چې د همجنس پالو پر وړاندې قانون ولري امن ځای نه دی. زه هېڅ دا لېست نه شم درک کولی. خوندیتوب یوه متغیره موضوع ده. د بېلګې په توګه، اوس د یونان وګړي ویلي شي چې الجزایر او مراکش خوندي هیوادونه دي. خو د هیوادونو د پېژندلو لپاره باید د هغوی جزیاتو او واقعیتونو ته پام وکړو.
په مراکش کې که څوک پر پاچا تنقید وکړي تر عدلي او قضایي تعقیب لاندې نیول کېږي. څو کاله مخکې الجزایر کې وسله واله اسلامي ډله حاکمه وه خو یونان کې څوک په دې هکله معلومات نه لري. ګانا، سنېګال او نور هیوادونو کې هم وضعیت همداسې دی. خو د یونان حکومت یوازې غواړي چې په خاوره کې یې د ۱۰۰۰۰۰ مېشتو مهاجرو مسله حل شي او بس.*
کډوال نیوز: د دغه لېست اصلي پایلې او ګواښونه څه دي؟
لېفتریس پاپاجیاناکیس: یوناني چارواکي وایي چې د پناه غوښتونکو دوسیې په جلا جلا توګه ارزول کېږي. خو داسې میتودونه ډېر خطرناک دي او د کډوالو د شړلو لامل کېدای شي. تر دې دمخه په ځینو نورو هیوادونو کې هم ورته لېستونه جوړ شوي وو، خو پایله یې دا وه چې له «امنو» هیوادونو څخه راغلي پناه غوښتونکي په اتوماتیکه ټوګه رد شي.
د دغه لېست هدف دا دی چې کار په عاجله توګه ترسره شي. بله موخه یې دا ده چې د پناه غوښتنې په ادارو کې د خدماتو کچه ټیټه شي. خو خطر به یې دا وي چې د پناه غوښتونکو دوسیې په ډله ییزه توګه وارزول شي. بل خطر به د ا وي چې هغه کسان چې ساتنې ته اړتیا لري ترې بې برخې پاتې شي. دا خطر هم شته چې له بشري حقونو څخه سرغړونه وشي.
* الجزایر، ګامبیا، ګانا، مراکش، سنېګال، تونګا او تونس کې د همجنس پالو پر وړاندې سخت قوانین وضع شوي دي.
* اټن وایي چې په کال ۲۰۲۰ کې ممکن ۱۰۰۰۰۰ تنه نور له ترکیې څخه دغه هیواد ته ورشي.