د شمالي مقدونیا پولیس وایي چې د سه شنبې په ورځ یې په یوه لارۍ کې ۳۶ کډوال موندلي دي. دوی زیاتوي چې د لارۍ موټروان یې هم نیولی دی.
د شمالي مقدونیا پولیسو د چهارشنبې په ورځ وویل چې دا لارۍ یې تېره ورځ د سترومیتسا سوېلي ښار ته نږدې درولې ده. موندل شویو کې ۲۱ سوریایان، ۹ افغانان، ۳ پاکستانیان، دوه عراقیان او یو کامرونی دي.
سرتېرو یاد کسان د مقدونیې سرحدي ښار ګېوګلیا یوې توقیف خونې ته استولي دي. د پولیسو یوې سرچینې په حواله اټکل دی چې دوی به یونان ته بېرته وشړل شي.
د لارۍ موټروان هم نیول شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د دوشنبې په ورځ مقدونیایي چارواکو وویل د مقدونیا، اتریش او چک د پولیسو یوې ګډې ډلې تېره جمعه له یونان سره پولې ته نږدې له مال وړونکو اورګاډو څخه ۶۲ کډوال موندلي دي.
د لا زیاتو معلوماتو لپاره: شمالي مقدونیه: پولیسو له بار وړونکو اورګاډو څخه ۶۲ کډوال موندلي دي
که څه هم د بالکان مسیر له ۲۰۱۶ راهیسې تړلی دی، خو لا هم په زرګونو کډوال له دغې لارې لوېدیځي اروپا ته د تلو هڅه کوي. دوی په معموله توګه انساني قاچاق وړونکو ته ډېرې پیسې ورکوي، چې له تړلو سرحدونو څخه یې تېر کړي.