د ۲۰۲۰ د جنورۍ ۱۶مه: د یونان کالو لیماني کلي ته نږدې تازه رسېدونکي افغان کډوال. کرېډېټ: رویترز، ګئورګوس موتافیس
د ۲۰۲۰ د جنورۍ ۱۶مه: د یونان کالو لیماني کلي ته نږدې تازه رسېدونکي افغان کډوال. کرېډېټ: رویترز، ګئورګوس موتافیس

د یونان حکومت د چهارشنبې په ورځ وویل چې دغه هیواد ته د رسېدونکو مهاجرو شمېر تر لوړېدو وروسته د کډوالۍ او پناه غوښتنې وزارت یو ځل بیا جوړوي. د یونان د کډوالو چارو وزارت ۶ میاشتې وړاندې لغوه شوی و.

د یونان حکومت ویاند ستېلیوس پېتساس د چهارشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل، د یونان لومړي وزیر کیریاکوس میتسوتاکیس پرېکړه کړې چې د «دولت پلان د عملي کولو لپاره» د دغه هیواد د حکومت په چوکاټ کې د کډوالۍ او پناه غوښتنې وزارت یو ځل بیا خپل فعالیتونه پیل کړي.

ښاغلی نوتیس میتاراکیس د دې وزارت د مشر په توګه ټاکل شوی دی. تر دې دمخه نوموړي د یونان په کار وزارت کې د د دولت منشي په توګه دنده ترسره کوله.

نوتیس میتاراکیس د یونان د خیوس ټاپو څخه دی. اټکل دی چې نوموړی به له دې وروسته ټاپوګانو کې د کډوالو له ګڼه ګونې ډکو کمپونو کې د ستونزو د هوارولو دنده ترسره کړي.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: رپوټ: د ساموس په «ځنګل» کې کډوال د کثافاتو په منځ کې ژوند کوي 

د یونان د مهاجرو چارو وزارت د ۲۰۱۵ د کډوالۍ کړکېچ پر مهال د الکسیس سیپراس کېڼ اړخې حکومت له خوا جوړ شوی و. خو تېر جولای یونان کې د نوي محافظه کار حکومت تر جوړېدو وروسته یاد وزارت لغوه شو او مسولیتونه یې د ښاریانو ساتنې وزارت ته وسپارل شول.  

داسې یوه پرېکړه چې د حکومت مخالف ګوندونو او د کډوالو حقونو مدافع بنسټونو پرې سختې نیوکې وکړې.

تېر کال یونان ته د رسېدونکو کډوالو شمېر تر لوړېدو وروسته د دغه هیواد حکومت یو تقاعد شوی جنرال ټاپوګانو کې د وضعیت د کنترولو لپاره پر دنده وګماره.

نن سبا د یونان په ۵ تاپوګانو کې تر ۴۰۰۰۰ ډېر مهاجر ژوند کوي، حال دا چې د دغو ټاپوګانو کمپونه یوازې د ۶۳۰۰ کسانو د ځایېدو ظرفیت لري.

 که څه هم د یونان حکومت تېر نومبر وویل چې ټاپوګانو کې تړلي مرکزونه جوړوي، خو دغه پلان تر اوسه عملي شوی نه دی.

تر دې دمخه ځایي چارواکو او د ټاپوګانو اوسېدونکو څو ځله د حکومت د دغې پرېکړې پر ضد غږ پورته کړی او په ضد یې مظاهرې ترسره کړې دي.

تمه ده چې په راتلونکې اونۍ کې به هم لېسبوس، خیوس او ساموس ټاپو کې مظاهرې وشي.

 

نورې ليکنې