په آلمان کي د مسلکي کارګرو کمښت دی
په آلمان کي د مسلکي کارګرو کمښت دی

د آلمان د فولکس واګون موټر جوړونکي شرکت او يو شمېر نورو شرکتونو په بيلو مسلکونو کي و مهاجرو ته د لنډې مودې د پېژندګلوي امکانات برابر کړي.

په هغو مهاجرو کي چي المان ته راځي ګڼ شمېر يې د خپل ځان سره مسلکي زدکړي يا ورته نوري داسي وړتياوي هم راوړي چي په آلمان کي يې په کار اچولای سي. خو د ژبي سره نابلدي او په مسلکي او حرفوي ښوونځيو کي نوی پېل د اکثرو له پاره يوه ستونزه وي. له همدې کبله زيات شمېر مهاجر د هغه باوجوده چي زدکړي او وړتياوي لري، بې روزګاره پاته کيږي او د کار په بازار کي بريالي نه وي.

له همدې کبله د آلمان د نامتو موټر جوړونکي فولکس واګون شرکت د يو شمېر نورو شرکتونو سره په ګډه پروګرام معرفي کړ چي په ترڅ کي يې بايد مهاجرو ته امکان برابر سي چي بېل مسلکونه وپېژني او تر څو اونيو يا مياشتو پوري هلته پراکتيک وکړي.

د هغه راهيسي د آلمان په ولفسبورګ کي ځای پر ځای ياد شرکت او همکارو شرکتونو يې د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کال تر منځ د مهاجرو سره ۲۰ داسي تړونونه (
Ausbildungsverträge) لاسليک کړل چي هغوی به څو کلنه مسلکي زده کړه کوي. په دغه شرکت کي له ۲۰۱۶ کال راهيسي په ټوليزه توګه د ۱۵۴ مهاجرو سره ياد تړونونه لاسليک سوي دي.

د فولکس واګون تر نظارت لاندي په دغه ځانګړي پروګرام کي د کار موندنې له پاره د آلمان فدرالي آژانس (BA)، ځايي صعنت او تجارت خونې او په همدې شان د مسلکونو له پاره د اتحاديو سراتحاديه هم برخه واله ده. ياد پروګرام ته د «پناه غوښتونکو له پاره د مسلکي زدکړو ليدلوري» نوم ورکول سوی دی.

په ۲۰۱۵ کال د ياد پروګرام د پېل راهيسي په ټوليزه توګه ۵۰۰۰ مهاجرو پکښي برخه اخيستې ده. په دې توګه نو هغوی ته د مسلکي زدکړو او اړونده مسلک په هکله په څو اونيو کي معلومات ورکول سوي، هغوی ليدلي چي د اړونده مسلک کسان چيري او څنګه کارونه کوي او وظايف، معاش او ورته شرايط يې څنګه وي.

په آلمان کي د اقتصاد او توليد سره تړلی سيکتور د زيات وخت راهيسي د مسلکي کارګرو له کمښت څخه سر ټکوي. له همدې کبله په آلمان کي له بهر څخه د مسلکي کارګرو د راجذبولو له پاره نوې قوانين او اصول رامنځ ته کړل سول. دا په داسي حال کي چي د هغه تر مخه يوازي په لوړه اندازه مسلکي کسانو چي تحصيل يا ورته لوړي زدکړي يې کړي، آلمان ته رابلل کېدل. خو د نوو قواعدو له مخي آلمان غواړي چي له بهر څخه په هغو مسلکونو کي هم کارګر راوغواړي چي ورته د تحصيل اړتيا نسته. په دې مقصد د آلمان په برلين ايالت کي د لومړي ځل له پاره د بهرني مسلکي کارګرو د راجذ کولو او و آلمان ته د هغوی د راکډوال کېدلو له پاره ځانګړې ايالتي اداره (
Landesamt für Einwanderung) رامنځ ته کړل سوه.

په آلمان کي د مسلکي کارګرو د کمښت په ياده ستونزه کي له همدې کبله داسي هڅې هم روانې دي چي د مهاجرو تر منځ د مسلکي کار د زدکړي او و اړونده کسبونو ته د مخه کولو له پاره پوهاوی او امکانات زيات کړل سي.

 

نورې ليکنې