د ۲۰۲۰ د جنورۍ ۱۴مه: د اسپانیا  د ټولنیز خوندیتوب او د مهاجرت وزیر خوزه لویس اسکریوا د مادرید په مونکلوا ماڼۍ کې. کرېډېټ: رویترز، سوزانا ورا
د ۲۰۲۰ د جنورۍ ۱۴مه: د اسپانیا د ټولنیز خوندیتوب او د مهاجرت وزیر خوزه لویس اسکریوا د مادرید په مونکلوا ماڼۍ کې. کرېډېټ: رویترز، سوزانا ورا

د اسپانیا د کډوالو چارو وزیر د پنجشنبې په ورځ وویل چې اسپانیا به په راتلونکو کلونو کې د خپل اقتصاد د ثابت ساتلو لپاره «میلیونونو» مهاجرو ته اړتیا ولري. نوموړي زیاته کړه چې د اسپانیا ګاونډي هیوادونه به هم باید د مهاجرو د «ادغام» لپاره ځان چمتو کړي.

د اسپانیا د ټولنیز خوندیتوب او د کډوالو د ادغام وزارت وزیر خوزه لویس اسکریوا تېره ورځ پاریس کې د کډوالو په هکله جوړه شوې غونډه کې وویل: «اسپانیا به په راتلونکو کلونو کې» د خپل اقتصاد د ثابت ساتلو لپاره ۸ تر ۹ میلیونه مهاجرو ته اړتیا ولري.

تر دې دمخه فرانسه کې د تقاعد شویو پخوانی عالي کمېشنر ژان – پل دولووا ویلي وو چې اروپا به د «نفوسو د اوسني توازن» د ثابت ساتلو لپاره تر ۲۰۵۰ پورې ۵۰ میلیونه بهرنیانو ته اړتیا ولري.

د اسپانیا د کډوالو چارو وزیر له مخې دا هغه واقعیت دی چې څوک ترې تښتېدلی نه شي او اروپایي هیوادونه د «هوساینې» اوسنۍ کچې د ثابت ساتلو لپاره باید د کډوالو هرکلي ته تیاری ونیسي.  

د ښاغلي اسکریوا په خبره اروپایي چارواکي مسولیت لري چې خپلې ټولنې د کډوالو هرکلي ته چمتو کړي او خلکو ته دا خبره واضح کړي چې دا د هغوی د راتلونکي لپاره غوره اقدام دی.

په همدې حال کې د کډوالو په چارو کې اروپایي کمېشنرې یلوا ژوهانسون دغه غونډه کې وویل چې اوسني وخت کې په سیمه ییزه او اروپایي کچه «د خلکو او سیاسي چارواکو ترمنځ» هېڅ باور نشته.  

نوموړې زیاته کړه چې اروپایي خلک د کډوالو او هغو کسانو هرکلی کول غواړي څوک چې د دغې ټولنې اقتصاد پیاوړی کوي، خو دوی دا اندېښنه هم لري چې مهاجرت له «کنتروله» ووځي.

د نوموړې په حواله اروپایي چارواکي باید وښيي چې مهاجرت تر «کنترول لاندې» دی. آغلې ژوهانسون تېر کال ته په اشارې سره تینګار وکړ چې ۲۰۱۹ کې «۲ اعشاریه ۵ میلیونه کسان اروپایي ټولنې ته ننوتلي» چې ۱۵۰۰۰۰ تنه یې ناقانونه کډوال دي.

د هغې په خبره د ناقانونه کډوالو مسله یوه داسې ستونزه ده چې اروپایي چارواکي باید ورته د حل لاره پیدا کړي.

 

نورې ليکنې