د بریتا لومړی وزیر بوریس جانسن. کرېډېټ: رویترز
د بریتا لومړی وزیر بوریس جانسن. کرېډېټ: رویترز

څو ورځې مخکې د برتانیا پارلمان پرېکړه وکړه چې د برګزېت یا له اروپایي ټولنې څخه د وتلو له لایحې څخه د ماشومو کډوالو حمایوي تدابیر و ایستل شي. د دغو تدابیرو پر بنسټ کم سنه کډوالو حق درلود چې برتانیا کې د خپلو کورنیو غړو سره یو ځای شي. اټکل دی چې دا پرېکړه د روانې میاشتې په پای کې نافذه شي. پرېکړې د بشري حقونو مدافع بنسټونو اندېښنې راپارولې دي.

د بریتانیا د ولسي جرګې غړو د جنورۍ پر ۸مه پرېکړه وکړه چې د برګزېټ له لایحې څخه هغه تعدیلیه و ایستله شي چې له مخې یې کم عمره کډوالو برتانیا کې له خپلو کورنیو سره د یو ځای کېدو حق درلود.

د برتانیا په مشرانو جرګه کې د کارګر ګوندی استازي الف دبز د بوریس جانسون حکومت دغه پرېکړه «مایوس کوونکی» بللې او زیاته یې کړې: «دا د بریتانیا د بشردوستانه دود څخه تېروتنه ده» چې په پایله کې به یې فرانسه او د یونان په ټاپوګانو کې د زیان منونکو ماشومانو ژوند له خطر سره مخ کېږي.

دغې تعدیلیې، چې ۲۰۱۶ کې د ټېرېزا مې حکومت پر مهال د برګزېت په لایحه کې درج شوې وه، کم عمره او بې سرپرسته کډوالو ته حق ورکاوه چې برتانیا کې یې له کورنیو غړو سره یو ځای شي. 

د ملګرو ملتونو سازمان او ځینو نورو بنسټونو د دغې تعدیلیې د حذف کېدو په هکله اندېښنې ښودلې دي.

د سېف پسېج سازمان د فرانسې څانګې مشره ماري شارلوت فابیې کډوال نیوز ته وایي: «نن سبا کم سنه کډوال یوازې د ډوبلین ۳ تړون پر بنسټ برتانیا کې له خپلو کورنیو سره یو ځای کېدلی شي، خو د برګزېټ تر عملې کېدو وروسته به دغه تړون نور قانوني اغېز و نه لري او کم سنه کډوال برتانیا کې له خپلو کورنیو سره یو ځای کېدلی نه شي.»

بدیلونه: قاچاق وړونکي او یا په لاریو کې سفر کول

نوموړې زیاتوي: «په تېرو کلونو کې تر ۳۰۰۰ ډېر کسان برتانیا کې له خپلو کورنیو سره یو ځای شوي دي. خو د برګزېت تر عملې کېدو وروسته د ډوبلین تړون یوازې د ۲۰۲۰ تر ډسمبر میاشتې پورې نافذ پاتې کېږي.»

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: تېره لسیزه کې تر ۱۰۰۰۰ ډېرو ماشومانو له خطرناکو لارو څخه ځانونه برتانیا ته رسولي دي

د نوموړې په خبره له دغې نېټې وروسته به د کډوالو برخلیک معلوم نه وي او دا خطر شته چې دوی برتانیا ته د تلو لپاره بېلابېل ګواښونه په ځان ومني او له قانونه طریقو (د قاچاق وړونکو په مرسته او په یا لاریو کې) څخه استفاده وکړي.

بله لاره د برتانیا کورني قوانین دي. خو د برتانیا د قوانینو له مخې کډوال یوازې له خپلو پلرونو او خپلو مېندو سره یو ځای کېدلی شي. د سېف پسېج په خبره دوی له خپلو خوېندو او ورونو سره د یو ځای کېدو حق نه لري.

بل پلو د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیسارۍ یو ویاند کډوال نیوز ته وایي چې ځایي قوانین د ډوبلین په څېر ماشومو کډوالو ته ورته حق نه ورکوي.

د هغه په خبره: «دا ضروري ده چې برتانیا له اروپایي ټولنې سره خبرې اترې وکړي او داسې یوې موافقې ته ورسي چې ماشومانو ته د هغوی له کورنیو سره د یو ځای کېدنې حق ورکړي.»

د برتانیا حکومت دریځ

بل پلو د برتانیا د لومړي وزیر دفتر ویلي ډاډمن دی چې د کډوالو ماشومانو د حقونو ساتنه وکړي. د بوریس جانسون دفتر د رسنیو سره د اړیکو سکرټر زیاته کړې چې د ماشومانو ساتنه د نوي حکومت پالیسي ده، خو د لومړي وزیر دفتر ځان اړ نه بولي چې دغه حق د برګزیت په لایحه کې تصریح کړي.

خو ماري شارلوت فابیې وایي چې د دې خبرې مانا دا ده چې په دې برخه کې سیاسي اراده موجوده نه ده. د هغې په وینا د دغې تعدیلیې حذفول د حکومت لومړیتوب نه بلل کېږي او دا خطر شته چې دغه ستونزه همداسې پاتې شي.

په همدې حال کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونه اداره د برتانیا حکومت څخه غواړي چې له کورنۍ سره د یو ځای کېدنې پروسې د اسانولو لپاره خپلو قوانینو کې بدلون راولي.

 

نورې ليکنې