د فرانسې اداری زندان: کریدیټ: سیماد
د فرانسې اداری زندان: کریدیټ: سیماد

۱۹ کلنه فریحه هغه افغان کډواله ده چې تمه ده د دوشنبې په ورځ (۲۰مه د جنورۍ ۲۰۲۰) به له فرانسې څخه افغانستان ته وشړل شي. نوموړې چې غوښتل یې له خپل مېړه سره د یو ځای کېدو لپاره المان ته ولاړه شي، د فرانسې په هوایی ډګر کې د جعلي پاسپورت سره ونیول شوه.

چې غوښتل یې له خپل مېړه سره د یو ځای کېدو لپاره المان ته ولاړه شي، د فرانسې په هوایی ډګر کې د جعلي پاسپورت سره ونیول شوه.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت یوې سرچینې د جمعې په ورځ کډوال نیوز ته وویل چې تمه ده په راتلونکو ورځو کې به یوه افغانه مېرمنه د فرانسې څخه افغانستان ته وشړل شي. فریحه به لومړۍ افغانه ښځه وي چې له فرانسې څخه بېرته افغانستان ته اخراجېږي.

فرانسه کې د سیماد سازمان یو غړی دیوید روهي د فریحې** د اخراج په هکله کډوال نیوز ته وایي: «اروپایی ټولنه مکلفه ده چې د نړیوال قانون سره سم چلند وکړي. د دغو قوانینو له مخې کم عمره کډوال، یوازې ښځې، هغه میرمنې چې د خپلو کورنیو مشرانې دي، زاړه خلک او ناروغان افغانستان ته بېرته نه شړل کېږي.»

ښاغلي روهي  په وینا د کډوالو تر شړلو مخکې باید دا معلومه شي چې زیان منونکې ډلې په ټوله پروسه کې کافي محافظت، مرستې او پاملرنې ترلاسه کړې دي. دغه راز افغانستان ته د ماشومو کډوالو بېرته ستنول منع دي.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت یوې سرچینې د خپل نوم د نه ښودلو په شرط کډوال نیوز ته وویل: «دا لومړی ځل دی چې فرانسه یوه افغانه ښځه اخراجوي. موږ له فرانسې سره یو داسې تړون لاسلیک کړی چې له مخې یې زیانمنونکي کسان له دغه هیواد نه بېرته افغانستان ته نه شړل کېږي.»

د فریحې مېړه په المان کې اوسیږي نو ځکه نوموړې فرانسه کې د پناه غوښتنه نه ده کړې.

بل لور ته د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرچینه ډاډه ورکوي چې دا وزارت د فریحې مسولیت په غاړه نه اخلي او که هغه افغانستان ته وشړل شي بېرته به یې فرانسې ته ورلېږي. «افغانستان یوازې د هغو کسانو مسولیت اخلي چې مجرم وي او پر یو درون جرم تورن شوی وي.»

فریحه ولي په فرانسه کې بنده پاتې ده؟

فریحه له افغانستانه د جبري واده څخه ایران ته وتښتېدله. د تېښتې پر مهال د هغې پلار او ملګري هم ورسره ول. نوموړې ایران کې له خپل ملګري سره واده وکړه.

د فریحې مېړه ۵ کاله مخکې ایران څخه آلمان ته ورغلي و او اوس مهال دغه هیواد کې مېشت دی. د همدې کبله فریحې غوښتل چې المان ته ولاړه شې. هغه د ایران څخه ترکیې ته راغله او وروسته یې یونان ته ځان ورساوه.

نوموړې یونان کې له یوه قاچاق وړونکي څخه جعلي پاسپورت واخیست چې المان ته ولاړه شي. خو کله چې د فرانسې د شار دوګول رواسي هوایي ډګر ته ورسېده، پولیسو ونیوله او زندان ته یې واچوله. فرانسوي سرتېرو د هغې د بندي کولو په هکله ویلي چې نوموړې په ناقانونه توګه فرانسې ته ځان رسولی دی.

فرانسوي چارواکو د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سره د فریحې د شړلو اسناد شریک کړي دي. د دغو اسنادو له مخې نوموړې به دوشنبې په ورځ د ماښام شاوخوا ۵ بجې د ترکېش اېرلاین په یوه الوتکه کې ترکیې ته او د ترکیې څخه به د سه شنبې د سهار شاوخوا ۷ بجې د کابل هوایی ډګر ته ورسېږي.

**مستعاره نوم


 

نورې ليکنې