د سي واچ ۳ کښتۍ کپتانه. کرېډېټ: انسا
د سي واچ ۳ کښتۍ کپتانه. کرېډېټ: انسا

د ایټالیا سترې محکمې نن جمعه د جنورۍ ۱۷مه د سي واچ ۳ کښتۍ کپتانې کارولا رېکېت د خوشې کېدو حکم تایید کړ. کارولا رېکېت تېر کال د ایټالوي چارواکو د حکم پر خلاف لامپدوسا بندر ته د ننوتلو هڅه کړې وه او د ۴۰ مهاجرو د ښکته کولو لپاره یې یاد بندر کې لنګر اچولی و.

د آغلې رېکېت مدافع وکیل الخاندرو ګامبریني د محکمې حکم د «قناعت وړ» بللی او زیاته یې کړې چې دغه تصمیم قانوني بنسټ لري. یاده محکمه باید په ۳۰ راتلونکو ورځو کې د خپلې پرېکړې دلایل په ډاګه کړي.

کارولا رېکېټ تېر کال د جولای په میاشت کې د ایټالوي چارواکو د حکم خلاف سي واچ کښتۍ لمپدوسا ټاپو ته ورسوله او په دې تورنه وه چې ګواکې د دغه هیواد د ساحلي سرتېرو په مقابل کې یې خطرناک مانور ترسره کړی دی.

نوموړې تېر جولای ایټالیا کې کلابنده شوې وه او ورپسې محکمې ته حاضره شوه. خو محکمې پرېکړه وکړه چې هغې د انسانانو ژوند ژغورلی دی او باید خوشې شي.

کارولا رېکېت په خپله ټویټر پاڼه د ایټالوۍ محکمې حکم مهم بللی او زیاته یې کړې چې هغه کسان چې سمندر کې د خلکو ژوند ژغوري باید تر عدلي تعقیب لاندې و نه نیول شي.

په همدې حال کې د ایټالیا د ښې اړخې ګوند مشر او د د دغه هیواد پخواني لومړي وزیر ماتیو سالویني د محکمې دغه حکم د «شرم وړ» بللی دی.

 

نورې ليکنې