د مهاجرت - امنیت قانون د ۲۰۱۸ د نومبر پر ۲۹مه تصویب شو. کرېډېټ: رویترز
د مهاجرت - امنیت قانون د ۲۰۱۸ د نومبر پر ۲۹مه تصویب شو. کرېډېټ: رویترز

د ۲۰۱۸م کال په پای کې د ایټالیا د کورنیو چارو پخواني وزیر ماتیو سالویني دغه هیواد کې د کډوالو ضد قوانین وضع کړل. د بېلګې په توګه، نوموړي د بشردوستانه ساتنې هغه قانون لغو کړ چې له مخې به یې پناه غوښتونکو ته د اقامې سندونه ورکول کېدل.

ایټالیا کې د پناه غوښتونکو حالت ورځ تر بلې لا پیچلی کېږي. د ځینو غیردولتي سازمانونو په حواله نن سبا دغه هیواد کې تر ۷۰ زره پناه غوښتونکي د خپل اداري حالت د ناقانوني کېدو ګواښ سره مخ دی. ایټالیا کې ټولټال ۶۰۰۰۰۰ ناقانونه پناه غوښتونکي اوسېږي. 

تر دې دمخه دغه هیواد کې پناه غوښتونکو ته د بشردوستانه اقامې سندونه ورکول کېدل. دغو سندونو مهاجرو ته د دوو کلونو لپاره ایټالیا کې د پاتېدو اجازه ورکوله او د دوو کلونو تر تېرېدو وروسته بیا د تمدید وړ وو.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: د ایټالیا پارلمان د مهاجرت ضد قانون تصویب کړ

خو نن سبا کډوال خپل سندونه بیا نه شي تمدیدولی. د روان وضعیت پایله به دا وي چې هغه کسان چې عمرونه یې تر ۱۸ کلونو لوړ دي د هرکلي مرکزونو څخه ایستل کېږي او ایټالیا کې نور په قانونه توګه کار نه شي کولی.

خو که څوک د کار قرارداد ولري او ایټالیا کې یې د اوسېدو قانوني موده تېره شوې وه، ایا له کاره شړل کېږي؟

د ایټالیا لوجستیکي فابریکې پارم ۴۰۰۰ کارکوونکي لري. په کال ۲۰۱۷ کې دغې فابریکې ۱۲۰ داسې کسان په کار ګومارلي ول چې د ګانا، نایجریا، سنېګال او ونیزوېلا هیوادونو څخه ول او د اوسېدو قانوني سندونه یې درلودل. 

پارم خپل هر کارګر ته هره میاشت ۱۲۰۰ یورو معاش ورکاوه. خو د پارم کارخانې د مشر په حواله دغه کسان د خپلو سندونو د قانوني مودې تر تېرېدو وروسته له کاره شړل شوي دي. 

ایا د ایټالیا نوی حکومت غواړي چې د ماتیو سالویني له خوا جوړ شوي قوانین لغو کړي؟

د ایټالیا نوی رژیم د ۵ ستورو او دموکرات ګوندونو ترمنځ یو ائتلافي حکومت دی. که څه هم د دغه حکومت پالیسي د سالویني سیاستونو په څېر سخته نه ده، خو تر اوسه یې د مهاجرو د ادغام په هکله کوم اقدام نه دی کړی.

تر دې دمخه د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر لوسیا لامورګېز ویلي وو چې غواړي د کډوالو د اداري وضعیت د قانوني کېدو شرایط اسانه کړي.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: ایټالیا: د نوي حکومت د جوړېدو په صورت کې د مهاجرت په سیاست کې بدلون رامنځته کېدلی شي
 

نورې ليکنې