کرېډېټ: د مانش سمندري قومندانۍ له پاڼې څخه
کرېډېټ: د مانش سمندري قومندانۍ له پاڼې څخه

د فرانسې سمندري ځواکونه وایي چې مانش کانال کې یې د دوو ښځو او یو ماشوم په ګډون ۱۲ کډوال ژغورلي دي. دغو کسانو غوښتل چې د مانش کانال له لارې ځانونه برتانیا ته ورسوي.

د مانش سمندري قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې وایي چې د کډوالو دغه ډله تېره ورځ د جنورۍ ۲۰مه وروسته له هغې وژغورل شوه چې دوی چارواکو ته د بېړۍ د خراب وضعیت په اړه اطلاع ورکړه.

د دغو کسانو کښتۍ د پا – دو – کلې د ګري – نې دماغې په ۴ کیلومترۍ کې موقعیت درلود.

د سرچینې په حواله د ژغورل شویو د بدن د حرارت درجه ټیټه شوې وه. دوی بولونی – سور – مېر ته انتقال او ساحلي پولیسو ته سپارل شوي دي.

د فرانسوې او برتانوی چارواکو د شمېرو له مخې په کال ۲۰۱۹ کې ۲۳۵۸ کډوالو بریتانیا ته د رسېدو په تمه له مانش کاناله د تېرېدو هڅې کړې، حال دا چې په کال ۲۰۱۸ کې یوازې  ۵۸۶ کسانو د دغه کانال له لارې برتانیا ته د تلو هڅې کړې وې.

 

نورې ليکنې