تېره ورځ د پاریس د شمال ختیځې سیمې د کډوالو په یوه کمپ کې د یوه ۲۸ کلن سومالیایي کډوال جسد موندل شوی. تر اوسه د یاد کس د مرګ لامل نه دی څرګند شوی.
د پاریس د ۱۸مې د پولیسو کمیسارۍ د دغه سومالیایی کډوال د مرګ لاملونو په اړه خپلې څېړنې پیل کړې. د نوموړي د پناه غوښتنې سند له مخې هغه ۲۸ کلن او مجرد کډوال و او د جنورۍ په ۲مه یې پاریس کې د پناه غوښتنه کړې وه.
په همدې حال کې د یوتوپیا ۵۶ سازمان غړې ژولي لواسیېر د فرانسۍ نړیوالې راډیو ته ویلي چې دغه ځوان کډوال له «څو میاشتو راهیسې پاریس کې» اوسېده.
د لا زیاتو معلوماتو لپاره: د پاریس په شمالي سیمو کې د کډوالو کمپونه: تر ۲۰۰۰ ډېر کسان په سختو شرایطو کې ژوند کوي
آغلې لواسېیر زیاته کړې چې د نړۍ ډاکټرانو یوې ډلې، چې مهاجرو ته روغتیایي خدمات برابروي، هغوی ته د دغه ځوان کډوال د مړینې په اړه اطلاع ورکړې.
د ایل دو فرانس سیمې د قومندانۍ په حواله اټکل دی چې د پاریس د اوبرویلیې سیمې کمپ به د روانې میاشتې تر پای مخکې وتړل شي. د مهاجرو مدافع بنسټونو د شمېرو له مخې نن سبا اوبرویلیې کمپ کې ۱۰۰۰ تر ۲۰۰۰ کسان کې تر خیمو لاندې ژوند کوي.