د سوفیا اروپایي ماموریت په ۲۰۱۵ کې د انساني قاچاق او د وسلو د پلورلو د مخنیوي له پاره پیل شوی و. کرېډېټ: پېکچر الاینس
د سوفیا اروپایي ماموریت په ۲۰۱۵ کې د انساني قاچاق او د وسلو د پلورلو د مخنیوي له پاره پیل شوی و. کرېډېټ: پېکچر الاینس

د برلین تر غونډې وروسته د جنورۍ پر ۲۰مه د اروپایي ټولنې د ۲۸ هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو بروکسل کې له یو بل سره وکتل. دوی اعلان کړی چې غواړي د سوفیا سمندري عملیات بېرته پیل کړي، خو نور به مدیترانه کې د کډوالو د ژغورنې عملیات نه ترسره کوي.

اروپایي ټولنې د سوفیا سمندري عملیات د بیا پیلولو اعلان کړی. دغه اروپایی ماموریت په کال ۲۰۱۵ کې د انساني قاچاق او د وسلو د پلورلو د مخنیوي له پاره پیل شوی و.  

تر دې دمخه د سوفیا ماموریت په ځینو مواردو کې مدیترانه کې د کډوالو د ژغورنې عملیات هم ترسره کړي، خو د د دغو عملیاتو تر ترسره کېدو وروسته هر ځل د ژغورل شویو د ښکته کېدو ستونزه رامنځته کېدله.

ځینې کارپوهان په دې اند دي چې د جنورۍ پر ۲۶مه د ایټالیا په امیلي – رومانی سیمه کې د سیمه ییزو ټاکنو ترسره کېدو د دې لامل کېږي چې دغه هیواد د سوفیا ماموریت د بیا پیلېدو سره موافقه و نه کړي.

د دغو کارپوهانو په حواله له همدې کبله اروپایي هیوادونو پرېکړه کړې چې له دې وروسته د سوفیا ماموریت یوازې د وسلو د قاچاق پر وړاندې فعالیت وکړي.

تمه ده چې د اروپا د بهرنیانو چارو وزیرانو په راتلونکې غونډه کې، چې د فبرورۍ پر ۱۷مه ترسره کېږي، د سوفیا ماموریت په جوړښت کې د احتمالي بدلونونو په اړه بحث وشي.  

 

نورې ليکنې