د فرانسې د ساحلي سرتېرو کښتۍ. کرېډېټ: د مانش او شمالي سمندر قومندانۍ
د فرانسې د ساحلي سرتېرو کښتۍ. کرېډېټ: د مانش او شمالي سمندر قومندانۍ

د رپوټونو له مخې د فرانسې سمندري ځواکونو تېره ورځ په مانش کانال کې د ۱۱ ماشومانو په ګدون نږدې ۴۰ کډوال نیولي دي. دغو کسانو غوښتل چې د مانش کانال له لارې ځانونه برتانیا ته ورسوي.

د فرانسې د پا – دو- کالې قومندانۍ وایي چې د سه شنبې په سهار یې د توکې – پاریس – پلاژ په ساحل کې ۳۵ کډوال موندلي دي. د موندل شویو په ډله کې ۱۸ ایرانیان، ۶ عراقیان او ۱۱ ماشومان دي.

سرچینه زیاتوي چې دغه کسان د روغتیایي ازموینو لپاره د توکې – پاریس – پلاژ سمندري اډې ته انتقال شوي دي. د هغوی روغتیایي وضعیت ښه بلل شوی دی.

د مانش او شمالي سمندر قومندانۍ دا هم ویلي چې تېره ورځ یې ۶ تنه نور د بلان – نې دماغې ته نږدې موندلي دي. دغه کسان په یوه له کاره لوېدلې بېړۍ کې سپاره ول.

د ۲۰۱۸ له پایه را په دې خوا ګڼ شمېر کډوال هڅه کوي چې د مانش کاناله په تېرېدو سره ځانونه برتانیا ته ورسوي.

د نوي کال له پیله راهیسې لږترلږه ۵۳ کسانو په کښتیو کې برتانیا ته د ورتګ هڅې کړې دي.

د فرانسې د سمندري قومندانۍ په حواله کال ۲۰۱۹ کې ۲۷۵۸ کسان مانش سمندر کې نیول شوي دي. دغه راز ۴ تنه نور سمندر کې مړه شوي دي. 

دا په داسې حال کې ده چې د دوشنبې په ورځ د فرانسې سمندري ځواکونو مانش کانال کې د دوو ښځو او یو ماشوم په ګډون ۱۲ کډوال ژغورلي ول. د چارواکو په حواله د کډوالو دغه ډله وروسته له هغې وژغورل شوه چې دوی چارواکو ته د بېړۍ د خراب وضعیت په اړه اطلاع ورکړه.

 

نورې ليکنې