د جنورۍ پر ۱۷مه په لسګونو کډوالو کمپ کې د خراب وضعیت پر وړاندې مظاهرې وکړې. کرېډېټ: رویترز
د جنورۍ پر ۱۷مه په لسګونو کډوالو کمپ کې د خراب وضعیت پر وړاندې مظاهرې وکړې. کرېډېټ: رویترز

د روان میلادي کال له پیله راهیسې د یونان د لېسبوس ټاپو په موریا کمپ کې دوه تنه په چاړه وژل شوي او نږدې لس تنه نور ټپیان شوي دي. په همدې حال کې د بې سرحده ډاکټرانو سازمان وایي چې موریا کمپ تر حده زیات ډک دی او دغه وضعیت د تاوتریخوالي د زیاتېدو لامل ګرځېدلی دی.

۳۲ کلن ایسو* د بورکینابې دی او له څو اونیو راهیسې په لېسبوس ټاپو کې اوسېږي. نوموړی وایي: «له هغه وخت راهیسې چې زه موریا ته راغلی یم، دلته هره ورځ شخړې رامنځته کېږي. کمپ کې هره ورځ یو کس ټپی کېږي.»

د روان کال له پیله راهیسې موریا کمپ کې د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې ده. یونان کې د بې سرحده ډاکټرانو ادارې غړی اهاب عباسي کډوال نیوز ته وایي چې د ۲۰۲۰ په لومړۍ میاشت کې موریا کې دوه کسان وژل شوي او «لږترلږه ۶ تنه نور» ټپیان شوي دي.

وژل شوي کسان

د نوي میلادي کال په شپه د یونان په موریا کمپ کې یو ۲۰ کلن کنګویی کډوال وروسته له هغې ووژل شو چې یو افغان کډوال هغه په چاړه وواهه. دغه افغان کډوال غوښتل چې د نوموړي تېلېفون غلا کړي. کنګویی کډوال د جنورۍ په ۱۵مه روغتون کې ومړ.

دغه راز د جنورۍ پر ۱۶مه د دوو کډوالو ترمنځ شخړه کې یو ۲۰ کلن یمنی کډوال ووژل شو. نوموړی روغتون ته تر رسېدو وروسته ومړ.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: یونان: موریا پنډغالي کې د زرګونو کډوالو برخلیک نامعلوم دی

اېسو کډوال نیوز ته وایي چې په تېرو څو ورځو کې موریا کې یوه افغان کډواله هم په چاړه وهل شوې. یونان کې د بې سرحده ډاکټرانو سازمان د دغه خبر په تاییدولو سره زیاتوي چې دغه افغان کډواله اوس په روغتون کې ده او پر سینې او خېټې یې ټپونه لیدل کېږي.

«موریا کې هېڅ ډول امکانات نشته»

د بې سرحده ډاکټرانو ادارې په حواله موریا کمپ تر حده زیات ډک دی نو ځکه هلته د جرایمو کچه لوړه شوې ده. په ۲۰۱۹ کې یونان ته د رسېدونکو کډوالو شمېر کې یو ځل بیا زیاتوالی راغی. موریا کمپ کې اوسمهال تر ۱۹۰۰۰ دېر کسان اوسېږي، حال دا چې دغه کمپ یوازې د ۲۸۰۰ کسانو ظرفیت لري.

د بې سرحده ډاکټرانو غړی وایي: «کمپ کې د کډوالو لوړ شمېر، سړه هوا او انتظار د دغه وضعیت لامل دی. دلته هېڅ ډول امکانات نشته: خواړه نشته، شاور نشته، تشناب نشته...»

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: یونان: د کاراتپه کمپ په یوه کانتینر کې اورلګېدنې یوه افغان کډوالو وژلې

نوموړی له اروپايي ټولنې څخه غواړي چې خپل مسولیتونه دې ادا کړي.

بل پلو د یونان حکومت ویلي چې کمپونو کې به د کډوالو شمېر کموي. تېر کال اټن په سلګونو کډوال مرکزي مدیترانې ته انتقال کړل.

دغه راز د یونان حکومت د تېر کال د نومبر میاشتې پر ۲۰مه وویل چې په راتلونکي کې به په لېسبوس، ساموس او خیوس ټاپوګانو کې د مهاجرو کمپونه وتړل شي. چارواکي زیاته کړې وه چې د کمپونو پر ځای تړلي مرکزونه رامنځ ته کړي. د کډوالۍ د چارو له پاره د یونان حکومت همغږي کوونکي الکیویادیس ستېفانیس په یوه خبري غونډه کې ویلي وو چې دغه مرکزونه به د ۵۰۰۰ کسانو ظرفیت ولري. سرچینې دغه راز زیاته کړه وه چې کډوالو ته به په کانتینرونو کې ځای ورکول کېږي او دوی به طعام خانو، ښوونځیو او عبادت ځایونو ته لاس رسی ولري.


* مستعار نوم

 

نورې ليکنې