د منیل - املو اداري توقیف خونه د پاریس رواسي شارل دوګول هوایي ډګر ته نږدې موقعیت لري. کرېډېت: کډوال نیوز، مایوا پولې
د منیل - املو اداري توقیف خونه د پاریس رواسي شارل دوګول هوایي ډګر ته نږدې موقعیت لري. کرېډېت: کډوال نیوز، مایوا پولې

که څه هم تمه وه چې یوه ۱۹ کلنه افغان کډواله تېره دوشنبه له فرانسې څخه افغانستان ته وشړل شي، خو کډوال نیوز ته د رسېدلو معلوماتو له مخې نوموړې تر اوسه نه ده اخراجه شوې. دغه نجلۍ چې اوس د منیل – املو په اداري توقیف خونه کې ده وایي فرانسه کې یې د پناه غوښتنه کړې.

تمه وه چې د جنورۍ پر ۲۰مه افغان کډواله فریحه* له فرانسې څخه افغانستان ته وشړل شي، خو تر اوسه د نوموړې د اخراج پرېکړه نه ده عملي شوې. د فریحې د نه اخراجولو دلیل لا نه دی څرګند. دغه راز فرانسه کې د نوموړې برخلیک هم نامعلوم دی. فریحه چې د جبري واده له امله له افغانستانه تېښتې ته اړه شوې اوس د منیل – املو په اداري توقیف خونو کې بنده پاتې ده.

نوموړې تېره جمعه له هغې وروسته فرانسه کې د پناه غوښتنه وکړه چې د مهاجرو او پناه غوښتونکو د حقونو مدافع بنسټ سیماد ورته د هغې د اخراج پرېکړې په هکله اطلاع ورکړه. تمه ده چې فریحه به په راتلونکو ورځو کې محکمې ته حاضره شي. د سیماد سازمان په حواله فرانسه کې پناه غوښتنه ښایي د فریحې د نه اخراجولو لامل وي.

آغلې فریحه کډوال نیوز سره په مرکه کې وایي: «زه افغانستان ته تللی نه شم. هلته مې ژوند په خطر کې دی. که افغانستان ته بېرته ولاړه شم تره مې وژني.» نوموړې زیاتوي چې له څو ورځو راهیسې «په وېره کې» ژوند کوي.

فریحې د جنورۍ پر لومړۍ نېټه د رواسي شارل دوګول په هوایي ډګر کې ونیول شوه. نوموړې غوښتل چې د یوه جعلي پاسپورټ په مرسته جرمني ته ولاړه شي. فریحه وایي مېړه یې جرمني کې اوسېږي او هغې له خپل مېړه سره یو ځای کېدل غوښتل.

کډوال نیوز هڅه وکړه چې له سن- سن – دني قومندانۍ سره اړیکه ونیسي، خو بریالی نه شو.

«تره مې طالب دی او غوښتل یې چې له زوی سره یې واده وکړم»

فریحې د افغانستان د قندهار ولایت دی او وایي چې هلته یې ژوند په خطر کې و. د فریحې تره طالب دی. نوموړي غوښتل چې فریحه د ده د زوی سره واده وکړي. نو ځکه فریحه له افغانستانه وتښتېدله.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: له آلمان څخه د افغان مهاجرو و اخراج ته یوه کتنه

فریحه ۸ میاشتې مخکې د خپل پلار په مرسته ایران ته ورغله. نوموړې له ایرانه ترکیې او له ترکیې نه یونان ته ځان ورساوه. هغې یونان کې ځان ته یو جعلي پاسپورت واخیست او هڅه یې وکړه چې د دغه جعلي پاسپورټ په مرسته د فرانسې له لارې المان ته ولاړه شي.

افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی

تېره اونۍ فرانسې کې د سیماد سازمان غړي دوید روحي وویل: «دومره چې موږ پوهېږو دا لومړی ځل دی چې فرانسه غواړي یوه افغان کډواله بېرته افغانستان ته اخراج کړي.»

د اروپایي ټولنې د یو تړون له مخې، د دغې اتحادیې غړي هیوادونه باید د مهاجرو د اخراج پرېکړې پر مهال د یوازې ښځو او کم سنه کډوالو وضعیت ته پام وکړي. دغه راز د بشري حقونو اروپایي کنوانسیون له مخې که چېرې په کوم هیواد کې د یوه کس ژوند له ګواښ سره مخ وي اروپایي هیوادونه یاد کس نه شي اخراجولی.  

د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون د یو رپوت له مخې په کال ۲۰۱۹ کې افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې ده. د یاد کمېسیون شمېرې ښيي چې د ۲۰۱۹ د مارچ تر اکټوبر پورې د ۲۰۱۸ د همدې مودې په پرتله د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي کې ۸،۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی.


* مستعار نوم

 

نورې ليکنې