د پولیسو نړیوال سازمان انټرپول د چهارشنبې په ورځ وویل چې بالقان مسیر کې یې د انساني قاچاقو ۸۹ قربانیان ژغورلي او په لسګونو قاچاق وړونکو یې نیولي دي.
د تېزوس په نامه عملیاتو کې د البانیا، مولداویا، ترکیې او ۵ نورو هیوادونو نږدې ۳۰۰۰ سرتېرو ګډون درلود چې په سرحدونو او د بسونو او رېل ګاډو اډو کې د قاچاق وړونکو او د انساني قاچاقو قربانیانو په لټه کې ول.
انټرپول زیاته کړې چې دغو سرتېرو په یوه اونۍ کې ۷۲ شکمن کسان او ۱۶۷ قاچاق وړونکي نیولي دي. د پولیسو نړیوال سازمان په حواله د انساني قاچاقو قربانیان، چې په ډله کې یې ۷ ماشومان هم ول، د جنسي موخو لپاره کارول کېدل.
بل پلو د انټرپول عمومي مشر یورګن شتاک ویلي چې قاچاق وړونکې ډلې زیان منونکو کډوال ښکاروي.
نوموړي په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې چې ځینې کډوال خپل مقصد ته رسېږي خو ځینې کسان په راتلونکي کې د اسثتمار قربانیان ګرځي.
د ۲۰۱۵ د کډوالۍ کړکېچ پر مهال شاوخوا یو میلیون کډوالو د بالقان له لارې ځانونه اروپا ته رسولي دي.
که څه هم د بالکان مسیر له ۲۰۱۶ راهیسې تړلی دی، خو لا هم په زرګونو کډوال له دغې لارې لوېدیځي اروپا ته د تلو هڅه کوي. دوی په معموله توګه انساني قاچاق وړونکو ته ډېرې پیسې ورکوي، چې له تړلو سرحدونو څخه یې تېر کړي.
انټرپول تېر کال ویلي وو چې ور ته د رسېدلو رپوټونو له مخې په کال ۲۰۱۸ کې ۶۶۰۰ کډوالو په موټرو کې له بالقان مسیر څخه د تېرېدو هڅې کړې.