مانش کانال کې د کډوالو د ژغورلو عملیات. کرېډېټ: د مانش او شمالي سمندر قومندانۍ
مانش کانال کې د کډوالو د ژغورلو عملیات. کرېډېټ: د مانش او شمالي سمندر قومندانۍ

تېره ورځ د برتانیا پولیسو مانش کانال کې د کډوالو دوه بېړۍ نیولې دي چې ۲۶ کسان پکې سپاره ول. بل لور ته د فرانسې سمندري ځواکونو ویلي چې په تېرو دوو ورځو کې یې مانش کانال کې تر ۳۰ ډېر کډوال ژغورلي دي.

د برتانیا سرحدي ځواکونه وایي تېره ورځ یې مانش کانال کې د کډوالو دوه کښتۍ نیولې چې ټولټال ۲۶ کسان پکې سپاره ول. پولیسو یاد کډوال د برتانیا دوور سیمې ته انتقال کړي دي.

بل پلو د فرانسې سمندري چارواکي په یوه خبرپاڼه کې وایي چې تېره شپه یې د کالې په ساحلي اوبو کې له هغې وروسته ۱۱ کډوال ژغورلي چې د هغوی بېړۍ له کاره لوېدلې وې. ژغورونکو یاد کسان د فرانسې سرحدي سرتېرو ته سپارلي دي.

د فرانسې د مانش او شمالي سمندر په یوه خبرپاڼه کې زیاتوي چې تېره ورځ د کډوالو یوه بېړۍ د پا – دو – کلې د وا – پلاژ په ۱۱ کیلومترۍ کې وموندل شوه چې ۱۳ کسان پکې سپاره ول.

دغه راز پولیسو د ورځې په ۶ بجو ۱۱ تنه نور د ګري – نې دماغې په ۵ کیلومترۍ کې ژغورلي دي. یاد کسان بولونی – سور – مېر ته تر رسېدو وروسته سرحدي پولیسو ته سپارل شوي دي.

ګډ اقدامات

په همدې حال کې د برتانیا د هوم افیس د جرمونو او د قانون د پلي کولو مشر توني ایستو بي بي سي ته ویلي چې برتانوي چارواکي له خپلو فرانسوي او بلجیمي سیالو سره دغه هیواد ته د ناقانونه کډوالو د راتګ مخنیوي لپاره ګډ کار کوي.

د ۲۰۱۸م کال له پایه راهیسې ګڼ شمېر کډوال هڅه کوي چې د مانش کاناله په تېرېدو سره ځانونه برتانیا ته ورسوي.

د روان میلادي کال د جنورۍ له پیله راهیسې لږترلږه ۷۷ کسانو په بېړیو کې برتانیا ته د تلو هڅې کړې.

د فرانسې د سمندري قومندانۍ د شمېرو له مخې په کال ۲۰۱۹ کې ۲۷۵۸ کسان په مانش کانال کې نیول شوي دي. دغه راز ۴ تنه نور سمندر کې مړه شوي دي.  

 

نورې ليکنې