د هالنډ د پولیسو یو موټر. کرېډېت: Wiki Commons
د هالنډ د پولیسو یو موټر. کرېډېت: Wiki Commons

د اروپایی پولیسو ادارې يوروجست ویلي چې د فرانسې او هالنډ پولیسو د یوې جرمي ډلې ۲۳ شکمن غړې نیولي دي چي له فرانسې څخه تر ۱۰ زرو زیات کډوال بریتانیا ته په ناقانونه توګه قاچاق کړي دي.

د اروپایي پولیسو ادارې یوروجست د پنجشنبې په ورځ (د جنورۍ ۲۳مه) په یوه خپرپاڼه کې وویل چې دغه جرمي شبکې د افغانستان، سوریې، عراق او ایران اتباعو په قاچاقولو سره د ۷۰ میلیونه یورو په ارزښت پیسې ترلاسه کړې دي. 

یوروجست زیاته کړې: «د فرانسې او هالنډ سرتېرو په یو ګډ عملیاتو کې چې د یوروجست په همکارۍ تنظیم شوي وو ۲۳ شکمن کسان نیولي چې په لویه کچه د انسانانو په قاچاقولو تورن دي.»

ویل کېږي چې دغو کسانو شاوخوا لس زره کرد کډوال په یخچال لرونکو لاریو او کوچنيو کښتیو کې بریتانیا ته قاچاق کړي دي. دوی د لی مان او ​​پوټیرز سیمو څخه کډوال بریتانیا ته قاچاق کړي دي.

یوروجست زیاتوي چې پولیسو د دغه جنایي شبکې ۵ پناه ځایونه هم پلټلي دي. 

دوی به له هر کډوال څخه تر ۷۰۰۰ یورو پیسې اخیستلې او اټکل کېږي چې د ۷۰ میلیونه یورو په ارزښت پیسې ترلاسه کړې وي.  

فرانسوي چارواکو، چې د ۲۰۱۸ د اګست په میاشت کې د شکمنو شبکو د لټون عملیات پیل کړي، په منظم ډول د هالنډ جواز لرونکو موټرو کې مشکوک کسان موندلي دي. دغه عملیات په هالنډ کې د تحقیقاتو د پرانستلو او د یوروجست د همغږۍ لامل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د چهارشنبې په ورځ په دوه بېلابېلو عملیاتو کې ۲۴ کډوال د مانش په کانال کې نیول شوي دي. دغو کسانو غوښتل چې په بېړیو کې برتانیا ته ځانونه ورسوي. 

د ۲۰۱۸ کال له پای څخه را په دې خوا د ګواښونو سربېره د مانش کانال څخه د کډوالو د تېرېدو هڅې زیاتې شوې دي.

د نوي میلادي کال له پیله راهیسې ۷۷ کډوالو د مانش کانال له لارې برتانیا ته د ورتګ هڅې کړې، خو پولیسو نیولي دي. 

د فرانسې د سمندري قومندانۍ د شمېرو له مخې په کال ۲۰۱۹ کې ۲۷۵۸ کسان په مانش کانال کې نیول شوي دي. دغه راز ۴ تنه نور سمندر کې مړه شوي دي.

 

نورې ليکنې