د جنورۍ ۲۲مه: لېسبوس کې د پناه غوښتونکو کمپونو پر وړاندې لاریون. کرېډېټ: رویترز، الیاس مارکو
د جنورۍ ۲۲مه: لېسبوس کې د پناه غوښتونکو کمپونو پر وړاندې لاریون. کرېډېټ: رویترز، الیاس مارکو

تېره ورځ د یونان زرګونو وګړو د دغه هیواد په لېسبوس، ساموس او خیوس ټاپوګانو کې د پناه غوښتونکو پر وړاندې مظاهرې وکړې. دوی شعار ورکاوه چې پناه غوښتونکي دې ډېر ژر له ټاپوګانو څخه نورو سیمو ته انتقال کړل شي.

د یونان د لېسبوس، ساموس او خیوس ټاپوګانو زرګونو اوسېدونکو، چې په لاسونو کې یې د یونان بیرغونه درلودل، شعار ورکاوه: «موږ خپل ټاپوګان بېرته ترلاسه کول غواړو، غواړو چې خپل ژوند بېرته ترلاسه کړو.»

تر دې دمخه د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیسارۍ په منظمه توګه موریا کمپ کې د کډوالو پر خراب وضعیت نیوکې کړې. نن سبا تر ۱۹۰۰۰ ډېر کسان په یاد کمپ کې ژوند کوي، حال دا چې موریا یوازې د ۲۸۴۰ کسانو د ځایېدو ظرفیت لري.

د ټاپوګانو یوې اوسېدونکې واسیلیک وروري د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې یونان او په ځانګړې توګه یوناني ټاپوګان د مهاجرت تاوان ورکوي. د نوموړې په خبره: «لېسبوس کې ۳۰۰۰۰ کډوال ژوند کوي په داسې حال کې چې د لېسبوس د ځایي اوسېدونکو شمېر ۸۰۰۰۰ کسانو ته رسېږي.»

دغه راز ۵۰ کلن زوا یاناکا ټاپوګانو کې روان وضعیت د کډوالو او د ځایي خلکو لپاره ستونزه جوړونکی وباله.

نوموړې زیاته کړه: «دغه کسان باید ولاړ شي. مانا یې دا نه ده چې موږ له هغوی سره علاقه نه لرو، خو دوی دلته په خورا سختو شرایطو کې ژوند کوي.»

بل پلو د یونان د ساموس ټاپو په واتي کمپ کې نږدې ۷۵۰۰ کډوال ژوند کوي، خو دا کمپ یوازې د ۶۵۰ کسانو د ځایېدو ظرفیت لري. د ساموس ښاروال ګئورګوس ستاسزوس خبرداری ورکړی چې که اقدامات و نه شي په راتلونکو ورځو کې به نورې مظاهرې هم ترسره شي.

دغه راز خیوس ټاپو کې د ویال په نامه د هرکلي او سرپناه ورکولو مرکز یوازې د ۱۰۰۰ کسانو د ځایېدو ظرفیت لري، خو نن سبا هلته نږدې ۵۰۰۰۰ کسان ژوند کوي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې د شمېرو له مخې تېر کال نږدې ۵۹۷۰۰ کسانو د سمندر له لارې او شاوخوا ۱۴۸۰۰ کسانو د ځمکې له لارې ځانونه یوناني ټاپوګانو ته رسولي دي.

د یادې ادارې په حواله د نوي میلادي کال له پیله راهیسې تر ۳۰۰۰ ډېر کسان یونان ته رسېدلي دي.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: یونان: موریا کمپ کې «هره ورځ یو کس ټپی کېږي» 

څه موده مخکې د یونان حکومت د مهاجرو چارو وزارت بیا جوړ کړ. دغه وزارت تېر جولای لغو شوی و. د یونان د کډوالۍ او پناه غوښتنې وزیر نوتیس میتاراکیس د چهارشنبې په ورځ وویل چې ټاپوګانو کې خلک د کډوالو دروند «بار» وړي.

نوموړي دغه راز وویل چې د یوناني ښاریانو غوسه د توجیه وړ ده.

د ښاغلي میتاراکیس په خبره د یونان حکومت غواړي چې د دغه هیواد په سرحدونو کې د امنیت په ټینګولو، د پناه غوښتنې پروسې په چټکولو او د رد شویو کډوالو په شړلو سره د کډوالۍ کړکېچ سره مقابله وکړي.

 

نورې ليکنې